د پاکستان حکومت د جولای تر ۱۰مې نېټې وروسته د نهم، لسم، يوولسم او دوولسم امتحانونو اخیستو فيصله کړې ده.
فيصله د جون پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې د تعليم وزير شفقت محمود په مشرۍ کې د ټولو صوبو د تعليم وزيرانو په غونډه کې وشوه.
له دې وروسته خبرې غونډې ته شفقت محمود وويل چې له زده کوونکو به امتحانونو د ریاضي ترڅنګ يوازې په اختياري مضمونونو کې اخیستل کېږي.
د ده په وينا د دې هدف د زده کوونکو لپاره اساني پیدا کول دي.
د تعليم وزارت د کورونا وبا د دريمې څپې خپرېدو له کبله د اپرېل په مياشت کې د اې ليول پرته نور ټول امتحانونه ځنډولي ول.
حکومت دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د چارواکو په وينا، په دې هېواد کې د کورونا وايرس د ناروغانو شمېر ورځ تر بله کمېږي.