د نیټو سرمنشي وايي، تر دوو لسیزو وروسته په افغانستان کې د نیټو پوځي ماموریت پای مومي، خو په نورو برخو کې به له افغانستان سره د دې پوځي تړون مرسته او همکاري دوام کوي.
ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې موجود امنیتي خطرونه لا هم جدي دي او دوی ورباندې خبر دي.
ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د موجوده ګواښونو په اړه د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه په پښو درېدلي او د خطرونو مقابله کولای شي.
نوموړي وویل: "موږ د افغانستان امنیتي ځواکونه له صفره په پیاوړو او ظرفیت لرونکو ځواکونو بدل کړل. فکر مو وکړ اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوو. په عین حال کې خطرونه درک کوو او پر نورو لارو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو چې تازه شوي تمرینونه، د افغان امنیتي ځواکونو مالي مرسته او په افغانستان کې د ملکي حضور دوام دی."
د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د جون پر لومړۍ نېټه په بروکسل کې په خپلو انلاین بحثونو کې د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم بحث وکړ.
د نیټو سرمنشي ویلي چې د ناټو ملکي متخصصان به د افغانستان وزارتونو ته مشورې ورکوي او له افغان ځواکونو سره مالي مرسته کوي.
ینس سټولټنبرګ د نیټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو تر کنفرانسونو وروسته یوې خبري غونډې ته د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل، د نیټو د دفاع وزیرانو د افغانستان د ملاتړ د دوام ژمنه بیا تازه کړه.
سټولټنبرګ زیاته کړه: "د وزیرانو په دې غونډه کې هم دا څرګند پیغام ورکړل شو چې دوی به د افغانستان د ملاتړ د دوام د پرېکړې ملاتړ کوي، په افغانستان کې به د نړیوالې ټولنې د حضور دوام ته سهولت برابروي او د کابل نړیوال هوايي ډګر ملاتړ به کوي. [له افغانستانه د وتلو] پرېکړه اسانه نه وه. موږ تر دوو لسیزو وروسته د خپل ماموریت د پای ته رسولو پرېکړه وکړه. اوس د دې وخت راغلی چې افغانان خپله د خپلې راتلونکې مسوول وي، په نهایت کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خاوندان شي چې د افغانانو د راتلونکې مسوولیت په بشپړ ډول د دوی په خپل لاس کې وي."
بل خوا د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې د افغانستان دفاع وزیر ډاډ ورکړی و چې نړیواله ټولنه به تر ۲۰۲۴ز کاله پورې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
اسدالله خالد د مې پر ۳۱مه په کابل کې د کمانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د اړتیا پر مهال به د بهرنیو قواوو هوایي ځواک له افغان پوځ سره هوایي مرسته هم وکړي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې له پیل سره جوخت په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي دي.
امریکا ویلي چې له افغانستانه یې د ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوي او د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې دوام کوي.
د فېسبوک تبصرې