د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان له پوځي لارې د افغان طالبانو واک ته د رسېدو ملاتړ نه کوي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره ولیدل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره ولیدل

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ته ویلي چې هېواد یې هېڅکله په افغانستان کې له پوځي لارې د طالبانو واک ته رسېدلو ملاتړ نه کوي او په افغانستان کې د روان کړکیچ د حل لپاره سیاسي حل غواړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې مې ۳۱مې په ليدنه کې اتمر د پاکستان له خوا د ترسره شویو ژمنو او پریکړو په پلي کولو او د سولې معنا لرونکو خبرو بیا پیل او بريا لپاره د مناسب چاپیریال پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.

د پاکستان سفیر د سولې په خبرو کې وروستيو پرمختګونو ته په اشاره سره، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د خپل حکومت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

په دې ليدنه کې د افغانستان - پاکستان - چین درې اړخیزې ناستې په اړه، چې د روانې جون میاشتې پر درېيمه جوړېږي، هم خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG