د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرېشي اتمر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې


شاه محمود قريشي او حنيف اتمر د مې پر ۲۹مه ټېلېفوني خبرې کړي - د ارشیف انځور.
شاه محمود قريشي او حنيف اتمر د مې پر ۲۹مه ټېلېفوني خبرې کړي - د ارشیف انځور.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر ته د پاکستان سفر بلنه ورکړې.

دا بلنه د مې په ۲۹مه په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له حنیف اتمر سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال وررسولې. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پياوړتیا او د سولې لپاره له موجودو موقعو څخه په ګټه اخیستو ټینګار وشو.

په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان چارواکو پر يو بل نيوکې زیاتې کړې دي. شاه محمود قرېشي تېره اوونۍ په پارليمان کې ويلي وو چې له یوې خوا ترې افغان ولسمشر د طالبانو سره د سولې په برخه کې مرسته غواړي او بلې خوا ته یې چارواکي پر پاکستان توند تنقیدونه کوي.

د قرېشي تر خبرو مخکې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر طالبانو تور پورې کړی وو چې د پاکستان لاسپوڅي دي او د هغوی د ګټو لپاره جنګېږي. طالبان او پاکستان دا تور ردوي. اسلام اباد دريځ لري چې پر طالبانو خپل اثر رسوخ لري خو دا د سولې لپاره کاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG