د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لسم او دولسم امتحانونه د جون له ۲۳مې د جولای تر ۲۹مې اخیستل کېږي


په پيښور کې د يو سکول زده کوونکي
په پيښور کې د يو سکول زده کوونکي

په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا د څار ادارې (نېشنل کمانډ اینډ اپریشن سېنټر) پرېکړه کړي چې د لسم او دولسم کلاسونو امتحانونه به د جون له ۲۳مې څخه تر جولای ۲۹مې پورې وي.

د مې پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د پلان او پرمختيا وزیر اسد عمر په مشرۍ د دې ادارې تر غونډې وروسته په حکومتي‌ بيان کې راغلي چې صوبې د امتحانونو تیاری له مې ۳۱مې نېټې څخه د لسم او دولسم کلاسونه له احتیاطي لارښوونو عملي کولو سره پیلېږي.

بلخوا په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ناروغۍ (یا کووېډ-۱۹) له وجې نور ۵۶ کسان مړه شوي دي. له دې سره په پاکستان کې له کورونا وایرسه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۰،۷۳۶ ته ورسېد.

په دې اړه د صحت وزارت د خپرو کړو شمېرو ترمخه د مې تر ۳۰مې پورې په ټول ملک کې نهه لاکه اتلس زره کسان پر دې وايرس اخته شوي خو له دې ناروغۍ اته لاکه نهه ديرش زره دري سوه دويشت کسان رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG