د لاسرسي ځای

تازه خبر

جون کې امتحان نه شو ورکولای: د سوات جهانزیب کالج زده کوونکيو لاریون


د خیبر پښتونخوا د سوات جهانزیب کالج د دولسم ټولګي زده کوونکيو د مې پر ۳۱مه (نن) په جون میاشت کې د امتحان اخیستو پروړاندې لاریون کړی.

پر دې مهال زده کوونکیو مشال رېډيو ته وویل چې د کورونا وبا له وجې زیاتره وختونه کالجونه بند وو او دوی خپلې زده کړې نه دې پوره کړي.

دوی زیاتوي، امتحان ورکول غواړي خو باید لږ نور وخت ورته ورکړل شي.

احتجاج کوونکو د څو ساعتونو لپاره د سیدو شریف او مینګورې سړک تړلی وو.

بلخوا د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د مې پر ۲۹مه ویلي ول چې د لسم او دولسم امتحانونه به د جون له ۲۳مې څخه د جولای ۲۹مې پورې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG