د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت افغانستان لپاره د امريکې د بجټ زیاتولو هرکلی کړی


په کندهار کې افغان ځواکونو ته د امريکا پوځي مرکز د سپارنې پر مهال د افغانستان بېرغ پورته کېږي

افغان حکومت د امریکا له دې پرېکړې چې په خپل کلني بجټ کې یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ۳۰۰ مېلیونه ډالره زیات وړاندیز کړي، هرکلی کوي.

امريکايي‌ ولسمشر، جو بایډن د مې په ۲۸مه کانګرس ته د شپږ ټرېلينه (۶،۰۰۰ اربه) کلنی بجټ وړاندې کړ. د‌ امریکا د دفاع وزارت ترمخه په دې کې ۷۱۵ بېليونه ډالر پوځي بوديجه ده چې ۳،۳ بېلیونه ‌یې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې دي. دا د تېر کال په پرتله ۳۰۰ مېلیونه ډالره زیات‌والی ښيي.تېر کال دا مرسته نږدې درې میلیارده ډالره وه.

د امریکايي ولسمشر پر بجټ به د هغه هېواد په کانګرس کې بحث کېږي او بیا به منظورېږي. په امریکا کې نوی مالي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې پیلېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د مرستو زیاتېدل، له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا سره د ښو اړیکو او ګډ کار پایله بولي.

اندړ د مې پر ۳۰مه مشال رېډيو ته وويل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په نظامي ډګر کې نور پر ځان متکي شوي او نړيوال مالي‌ ملاتړ به یې ملا نوره مضبوطه کړي.

د ډيفينس ون رسنۍ د راپور پر بنسټ، له افغانستان سره دا کلنۍ مرسته به د افغان ځواکونو د تجهیز، تمویل او روزنې په برخو کې ولګول شي. امريکا په داسې مهال په خپل پوځي بجټ کې د افغانستان لپاره پېسې زیاتوي افغان ځواکونه د طالبانو سره په بېلابېلو ولايتونو کې په جګړو بوخت دي.

د يادونې ده چې امريکا د طالبانو سره د سولې د تړون تر کولو وروسته له افغانستانه د خپلو پوځيانو ویستل پیل کړي او دا لړۍ نېږدې ۲۵ سلنه بشپړه شوې ده.

دا بهیر د روان کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی چې د سپتمبر په ۱۱مه به بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG