د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې يو پاکستانی پوځي وژل شوی


پخوانی تصویر: په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ سرتيري د څوکۍ پر مهال
پخوانی تصویر: په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ سرتيري د څوکۍ پر مهال

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې د دوی يو پوځي وژل شوی دی. پوځ د مې پر ۲۳مه، په يو بیان کې ادعا کړې چې دا برید د پولې له هغې غاړې له افغانستانه وسله والو د پاکستاني پوځ پر چيک پوسټ کړی دی. د بريد ذمه واري چا نه ده منلي او پوځ له دې علاوه نور معلومات نه دي ورکړي.

په بيان کې ويل شوي چې پاکستان په دوامداره توګه له افغانستانه غوښتي چې د پولې هغې غاړې نظم او کنټرول کړي خو افغان چارواکي وايي د دوی له خاورې د پاکستان پر ضد فعاليت نه کېږي او پر پاکستان تور پورې کوي چې د افغان طالبانو ملګری دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرسيتال وياند فواد امن ایسوسيټيډ پریس خبري اژانس ته ويلي دي چې په ” افغانستان کې د ترهګرو مرکز نشته“ او پر افغان خاوره د فعالو ټوله وسله والو خوندي ځايونه په پاکستان کې دي.

نوموړي اسوشيېټېډ پريس اژانس ته ويلي دي چې ”وسله وال له پاکستان څخه افغانستان ته داخلېږي او پر خلکو بريدونه کوي.“ پاکستان دا تور ردوي‌او وايي‌پر افغان طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG