د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستان سره د چمن لاره ۱۸ ساعته خلاصوي


د پاکستان وفاقي‌ حکومت دا پرېکړه د اپرېل پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال کړې ده.
د پاکستان وفاقي‌ حکومت دا پرېکړه د اپرېل پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال کړې ده.

د پاکستان مرکزی حکومت اعلان کړی دی چې له افغانستان سره د تجارتي ودې لپاره به د چمن او سپین بولدک ترمنځ لاره په شپه او ورځ کې تر ۱۸ ساعتونو خلاصه ساتي.

د پاکستان وفاقي‌ حکومت دا پرېکړه د اپرېل پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال کړې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا لاره به د مې له دریمې نېټې په شپه او ورځ کې ۱۸ ساعته او په اونۍ کې اووه ورځې بې له ځنډه پرانستې وي.

د بلوچستان تجارانو د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې هرکلی او ستاینه کړې ده.

د پاکستان د تجارو د اتحادیې پخواني مشر انجينر دارو خان مشال راډیو ته وویل چې پاکستان د دې لارې په داسې توګه پرانستلو سره د دوی یوه لویه غوښتنه پوره کړې ده.

خو هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره د تجارت د ودې لپاره پکار ده چې د تورخم په څېر د چمن لاره هم ۲۴ ساعته خلاصه کړل شي.

ده وویل، "ځکه چې کله هم د افغانستان د تجارت لپاره مراعات یا قانون جوړېږي نو په هغه کې د دواړه یادېږي، نو ځکه د تجارت تګلاره باید یوه وي."

د ده په وینا، چې کله داسې فرق راځي نو د دوی تجارت بیا له چمن څخه د تورخم پر لور ځي.

پاکسان دا ګام په داسې وخت کې پورته کړی دی چې امریکايي او د ناټو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړي دي.

ښايي د دې ځواکونو د وړل کېدونکي سامان ډېره برخه به د تورخم او چمن له لارې د پاکستان د کراچۍ بندرګاه ته یوړل کېږي.

پاکستان تر دې وړاندې له افغانستان سره د تورخم پوله د ۲۰۱۹م کال د ډېسېمبر میاشتې له لومړۍ اوونۍ څخه ۲۴ ساعته خلاصه کړې ده.

د پاکستان او ایران پر پوله څه روان دي؟

ایران د اپریل پر ۲۸ مه د کورونا وایرس ناروغۍ له امله د بلوچستان په تفتان کې له پاکستان سره خپله پوله د عادي خلګو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

خو په تفتان کې مرستیال کمېشنر عصمت خان اڅکزی وايي‌ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت د پخوا په څېر وران دی.

ده وویل چې د تجارت تر څنګ چې په ایران کې بند پاکستاني وګړي او په پاکستان کې ایسار ایرانیان هم هر وخت خپل هیواد ته ستنېدای شي.

د ایران له لوري پر عام تګ راتګ بندیز په داسې وخت کې لګول شوی دی چې په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغي مخ پرزیاتېدو ده.

د پاکستان د صحت وزارت په وینا، دې ناروغۍ د اپرېل پر ۳۰مه هم په ټول ملک کې لږ تر لږه ۱۴۶ کسان وژلي‌ او ۴،۶۹۶ نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG