د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنې پینځه کسان ژوبل کړي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په کوټه ښار کې د سړک غاړې ښخ بم له چاودنې د یوه ماشوم په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي دي.

د سرياب تاڼې پوليسو مشال راډيو ته ويلي چادونه د مې پر ۲۴مه نېټه د کوټې، قمبراني سړک پر بشير چوک کې رامنځ ته شوه.

د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني پر تویټر پاڼه لیکلي چې زخميان د کوټې سول روغتون ته وړل شوي.

ډاکټران وايي، د ټپیانو روغتيايی حالت د اندېښنې وړ نه دی. تر اوسه چا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

تر دې وړاندې د تېرې جمعې پر ورځ هم په چمن کې د جمعیت علما اسلام نظرياتي ګوند له خوا پر غزه د اسراييل حملو پر ضد د مظاهرې پر مهال بمي چاودنه شوې وه چې پکې درې کسان وژل شوي او ۱۴ ټپيان ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG