د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې مشرانو پر بېلاروس د بندیزونو زیاتولو غږ کړی


بروکسل کې د اروپايي کمېسیون د مرکز دباندې د اروپايي ټولنې بیرغونه
بروکسل کې د اروپايي کمېسیون د مرکز دباندې د اروپايي ټولنې بیرغونه

د بېلاروس د رژیم له‌خوا د راین ایېر الوتکې د راګرځولو پېښې د اروپايي ټولنې مشران په غوسه کړي دي.

ګڼو یې پر بېلاروس د شته بندیزونو د لا سختېدو غوښتنه کړې ده ځکه د دوی په خبره د یوه سیاسي مخالف او خبریال د نیولو لپاره ‌یې دا الوتکه یرغمل کړې وه.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین بېګا ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي: "په بېلاروس کې د رژيم ناقانونه او ظالمانه کړنه به پایلې ولري. د راین ایېر د الوتکې پر یرغملوونکيو به بندیزونه ولګول شي."

د اروپايي کمېسیون مشره اوزولا فن دیر لاین
د اروپايي کمېسیون مشره اوزولا فن دیر لاین

د اروپايي کمېسیون مشرې داسې وخت په بېلاروس د بندیزونو د زیاتېدو غوښتنه کړې چې تمه ده د اروپايي ټولنې مشران نن (د مې په ۲۴مه) غونډه وکړي.

تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ او ګڼو اروپايي مشرانو د بېلاروس له‌ خوا د رایان ایر د الوتکې یرغمل نیونه یوه خطرناکه پېښه بللې او ټينګار یې کړی چې په جدي توګه به وڅېړل شي.

د رایان ایر یوه الوتکه د یونان له پلازمېنې اتن د لیتوانیا پلازمېنې ویلینوس ته روانه وه چې د بېلاروس د جنګي جټ له‌خوا راتاو او په مېنسک کې ناستې ته اړ کړای شوه.

د بېلاروس دولتي خبري اژانس بېلتا راپور ورکړی چې په الوتکه کې د بم د موجودیت د ګواښ په خاطر الکساندر لوکاشینکا شخصاً یوه 'مېګ-۲۹' جنګي جټ د رایان ایر د الوتکې د ایسکورټ یا بدرګې لپاره وګمارله.

وروسته راپور ورکړل شو چې په الوتکه کې کوم بم نه‌ دی موندل شوی.

د رایان ایر یوه الوتکه د یونان له پلازمېنې اتن د لیتوانیا پلازمېنې ویلینوس ته روانه وه چې د بلاروس د جنګي جټ له‌خوا راتاو او په مېنسک کې ناستې ته اړ کړای شوه.
د رایان ایر یوه الوتکه د یونان له پلازمېنې اتن د لیتوانیا پلازمېنې ویلینوس ته روانه وه چې د بلاروس د جنګي جټ له‌خوا راتاو او په مېنسک کې ناستې ته اړ کړای شوه.

په دې الوتکه کې د بېلاروس د رژیم مخالف فعال او خبریال رامان پراتاسېوېچ ناست و. همدا چې الوتکه په مېنسک کې کېناسته پولیسو دی او ملګرې یې ونیول.

د راپورونو له مخې رامان په هغو مظاهرو باندې راپورونه خپرول او په ټولنیزو شبکو کې یې په ملاتړ فعالیتونه کول چې د بېلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا پر ضد روانې دي.

لوکاشینکا د تېر اګسټ ټاکنو کې بریالی اعلان شوی و. د ټاکنو پایلې سیاسي مخالفانو او د خلکو یوې لویې برخې ته د منلو وړ ونه‌ګرځېدلې او تور یې پورې کړ چې الکساندر لوکاشینکا ځان په درغلیو ولسمشر اعلان کړ. له هماغه وخت راهیسې پراخې مظاهرې کېږي چې ګډونوال‌ یې د حکومت له‌ خوا ځپل کېږي یا زندانونو ته اچول کېږي.

تازه د امنېسټي انټرنشنل یو راپور وايي چې د حکومت له‌ خوا د خلکو د نیولو او ځورولو په دوام هلته د زده‌کوونکو او محصلینو برخلیک هم له خطر سره مخ دی.

د دغه راپور له مخې چې نن خپور شوی اندېښنه ښودل شوې چې سلګونه زده‌کوونکي له ښوونځیو د شړل کېدو یا نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د بېلاروس د برخې څارونکې عایشه جنګ ویلي: "تعلیمي ادارو لکه څنګه چې الکسانډر لوکاشینکا ورته امر کړی و سلګونه هغه زده‌کوونکي او استادان ایستلي چې په سوله‌ییزو لاریونونو او مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه."

بېلاروس زده‌کوونکیو خپلواکې ټولنې د ارقامو په اساس لږ تر لږه ۴۶۶ زده‌کوونکي بندیان شوي دي او د اوړي په رارسېدو دا ګواښ لا پسې په زیاتېدو دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG