د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه په لغمان کې د ګڼو وسله والو د وژلو ادعا کوي


د افغان ځواکونو عکس له ارشیفه
د افغان ځواکونو عکس له ارشیفه

افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په لغمان کې يې ۵۰ مشکوک وسله وال طالبان وژلي دي.

دې وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د مهترلام په څنډو او الينګار ولسوالۍ کۍ شوو بيګانيوو نښتو کې يې تر ۶۰ زیات مشکوک وسله وال ټپیان کړي دي او ګڼې سیمې یې له وسله والو پاکې کړي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

افغان امنيتي ځواکونو دا عمليات تر هغه وروسته کړي چې په یکشنبه/اتوار د افغان پوځ مشر جنرال یاسين ضيا د جګړې لومړۍ کرښو ليدو لپاره لغمان ته ورغلی وو.

جنرال ضيا د مې پر ۲۳مه رسنيو ته په لېږلي ويډيو کې ويلي چې د وسله والو د ځپلو لپاره هغه له کابله له تازه دمو سرتېرو سره یوځای لغمان ته ورغلی دی.

بلخوا دفاع وزارت وايي، د کمانډو ځواک په عملیاتو کې په بغلان ولایت کې یې اته تنه سرتېري د طالبانو له زندانه خوشې شول.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د مې پر ۲۴مه رسنیو ته وویل، د دغو پوځيانو د خوشې کېدو لپاره تېره شپه د بغلان جدید ولسوالۍ په عمرخېلو کلي کې عملیات وشول.

امان د خوشې شویو کسانو عکسونه هم خپاره کړي چې په لاسونو کې یې ولچکونه ښکاري.

افغان سرتېري چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له یوه زندانه خوشې کړل شول. ۲۰۲۱، ۲۴مې
افغان سرتېري چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له یوه زندانه خوشې کړل شول. ۲۰۲۱، ۲۴مې

د لغمان والي وايي، د دغه ولایت شااوخوا ۱۰۰ تنه پوځي منسوبین د وظیفوي غفلت له کبله زندان ته اچول شوي دي.

طالبانو له تېرې يوې اونۍ راهیسې د لغمان مرکز مهترلام سره نيزدي سيمو او په الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې بريدونه تېز کړي دي او د ځينو کليو د نيولو ادعا یې کړې ده.

بلخوا د ننګرهار چارواکي وایي چې تېره شپه د سپین غره او اچین ولسوالیو په څنډو کې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د دوی په ادعا د ځینو پاکستانیانو په ګډون ۲۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د مې په ۲۴ مه رسنیو ته په استول شوي پېغام کې د امنیتي منسوبینو مننه کړې چې د خپلو سیمو په کلکه دفاع کوي. نوموړي پر ولسونو هم غږ وکړ چې د خپلو سیمو د امنیت په ساتلو له خپلو سرتېرو سره مرسته وکړي.

وسله والو طالبانو د یادو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG