د لاسرسي ځای

تازه خبر

وال سټریټ ژورنال: ولې د بګرام اډه له لاسه ورکوو؟


یوه امریکايي جنګي الوتکه له بګرام هوايي ډګره د الوت پر مهال - د ارشیف انځور
یوه امریکايي جنګي الوتکه له بګرام هوايي ډګره د الوت پر مهال - د ارشیف انځور

امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د "ولې د بګرام اډه له لاسه ورکوو؟" تر سرلیک لاندې د مقالې په پیل کې لیکي، د ولسمشر جو بایډن د ادارې پرېکړه چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه باسي ښایي یو مهم ستراتیژیک ځای، د بګرام هوایي اډه له لاسه ورکړي.

له کلونو راهیسې د هوا له لارې له دې اډې د امریکایانو او افغان پوځیانو ملاتړ کېده.

د بګرام هوایي اډه له کابله شاوخوا ۶۴ کیلومتره شمال لوري ته پرته ده. د وال سټریټ ژورنال په مقاله کې راغلي چې د بګرام هوایي اډه په شاوخوا ۳۰ میله مربع مسافت کې پرته ده چې د ځغاست کرښه‌ یې ۱۲ زره فوټه ده او دا د هر راز پوځي الوتکې لپاره مناسب ځای دی.

ورځپاڼې د مې پر ۱۹مه په لیکنه کې وړاندې ویلي چې د بګرام موقعیت هم ستراتیژیک دی، له چینه لوېدیځ لور ته شاوخوا په ۴۰۰ میله کې پرته ده او له ایرانه ختیځ لور ته په شاوخوا ۵۰۰ میله کې ده.

د دې اډې د پوځي اهمیت ترڅنګ د وال سټریټ ژورنال په مقاله کې دې ته اشاره شوې ده چې له دې هوایي اډې څخه د استفادې لپاره په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور ته اړتیا شته او دا حضور ښایي په ورته وخت کې د دې ډاډ باعث شي چې بیا افغانستان د ترهګرو په پناه‌ ځای بدل نه‌ شي.

د وال سټریټ ژورنال په مقاله کې راغلي دي چې دغه دلایل له دې سره په ټکر کې دي چې ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي او ښه به دا وي چې یو شمېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي ترڅو بګرام فعاله وساتي او د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د بګرام په هوایي ډګر کې په تېرو کلونو کې په زرګونه افغان کارګرانو کار کاوه چې د امریکایي ځواکونو د شمېر له کمېدو سره ډېرو کارګرانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

خو په امریکايي رسنیو کې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پر موضوع د شنونکو او پوهانو نظرونه له یو بله مختلف دي.

د بېلګې په ډول، په عین وخت کې یوې بلې امریکایي ورځپاڼې واشنګټن ټایمز په لیکنه کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو ستراتېژي ستایلې او لیکي، د امریکا تاریخ دا راښیي چې د جګړې په ډګر کې بریالیتوب له دې سره تړلی دی چې هدف روښانه وي.

ورځپاڼه د مثال لپاره د تېرې پېړۍ په نیمایي کې په دویمه نړیواله جګړه کې له نازي جرمني څخه د اروپا د دفاع جګړه یادوي.

واشنګټن ټایمز وړاندې لیکي، د وېتنام جګړه ځکه ناکامه شوه چې خلکو د دې جګړې ملاتړ نه‌ کاوه او هدف واضح نه‌ وو.

ورځپاڼه بیا لیکي، په افغانستان کې "زموږ حضور له کلونو راهیسې څرګند هدف درلود، خو هلته مو اهداف ترلاسه شوي او پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ له اوسني ولسمشر جو بایډڼ سره وضعیت سم درک کړی دی."

بایډن په اپرېل کې پرېکړه وکړه چې خپل پوځیان به له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه کړي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG