د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نومليکنه وکړئ او د کورونا واکسين ولګوئ'


يوه مېرمن د کورونا وایرس ضد واکسين لګوي
يوه مېرمن د کورونا وایرس ضد واکسين لګوي

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې خلک بايد د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره دواړه ‌ستنې ولګوي ځکه چې که داسې ونه کړي نو د دې وبا په وړاندې یې بدن په بشپړ ډول دفاعي قوت نه شي موندلی.

د خیبر پښتونخوا د صحت ادارې د عامې روغتيا د څانګې مشر، ډاکټر اکرام الله خان د مې په ۱۸مه مشال رېډيو ته وويل چې د واکسينو دوهمه ستنه تر لومړۍ هغې درې يا څلور هفتې وروسته لګېږي او دواړه بايد وشي. د نوموړي په وينا په خيبر پښتونخوا کې د واکسینونو لپاره نومليکنه (رجسټریشن) ښه روانه دی خو بايد لا نوره چټکه شي.

غواړو د کال تر پايه ټول هغه وګړي واکسين کړو چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو زیات وي
ډاکټر اکرام الله خان

ډاکټر اکرام الله خان زیاتوي: ((خوا او شا پينځه نیم لکو کسانو ته د کورونا واکسين شوي دي. موږ په لومړي سر کې صحي کارکوونکو او بيا عامو خلکو ته واکسین شروع کړل. که د چا عمر له دیرش کاله زیات وي هغه دې موږ سره ځان رجسټرډ کړي، موږ به ورته دا واکسين ولګوو. خو خلک بايد یاد ولري‌چې واکسين په دوو مرحلو کې کېږي نو خلک بايد دواړه ستنې ولګوي. موږ کوښښ کوو چې د دې کال تر دیسمبره پورې ټول هغه خلک واکسين کړو چې عمر یې له ۱۸ کلونو زیات وي.))

په پاکستان کې حکومت د کورونا وایرس څخه د خوندي‌ساتلو لپاره وګړو ته د چين او روس واکسين لګولو اجازه ورکړې ده. د رجسټریشن طریقه یې دا ده چې ۱۱۶۶ ته د موبايل له لارې په میسيج يا پيغام کې د خپل شناختي‌کارډ نمبر ولېږئ. بيا به تاسو ته يو شیفر يا کوډ راشي. تر دې وروسته تاسو ته احوال درکول کېږي چې کله او په کوم ځای کې واکسين کولی شئ.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راپېدا او بيا په ټوله نړۍ کې خپور شو. په پاکستان کې د صحت وزارت پر خپله ویبپاڼه ليکلي‌چې د دې وبا سره د مقابلې لپاره یې کوښښ‌کړی چې د واکسينو لګولو چاره تېزه کړي.

د دې وزارت د شمېرو تر مخه د مې تر ۱۸مې پورې ۹۶۴۰۰۰ کسانو دواړه ستنې لګولي اوپه دې توګه یې بشپړ واکسين کړي‌خو يو اعشاريه نهه ميليونو يوازې يوه ستن لګولې ده نو ځکه دې وزازرت له خلکو غوښتي چې د دوهم ډوز یا ستنې په لګولو کې دې ځنډ نه کوي.

د کورونا وایرس مریضانو سره کار کوونکي، ډاکټر شیرين خان مشال رېډيو ته وويل چې په پاکستان کې په عمومي ډول خلک له واکسينو ويريږي خو په وينا یې چې د کورونا وایرس خوندي‌ دي‌ او چاته زیان نه رسوي نو ځکه یې بايد ټول خلک وکړي.

هغه زیاتوي: ((ځينې مفروضې شته چې خلک له واکسينونو منع کوي. خو يو یې هم حقیقت نه لري. د کورونا وایرس واکسين چې په نړۍ يا دلته په پاکستان کې دي، دا ټول سم دي. هيڅ بدي نه لري. هر تن کولی شي دا واکسين ولګوي او په دې توګه له دې وبايي‌مرضه ځان تر ډيره حده وساتي.))

XS
SM
MD
LG