د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټران وايي، پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي


ډاکټران وايي، دا چې حکومت په اختر کې په لویو بازارونو او سیل ځایونو بندېز لګولی و او خلکو هم په طبي سپارښتنو عمل وکړ نو ځکه کورونا ډېره خوره نه شوه.
ډاکټران وايي، دا چې حکومت په اختر کې په لویو بازارونو او سیل ځایونو بندېز لګولی و او خلکو هم په طبي سپارښتنو عمل وکړ نو ځکه کورونا ډېره خوره نه شوه.

پاکستان کې ډاکټران وايي، له تېرو څو ورځو راهېسې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ کیسونه مخ په کمېدو دي.

دوی وايي، دا چې حکومت په اختر کې په لویو بازارونو او سیل ځایونو بندېز لګولی و او خلکو هم په طبي سپارښتنو عمل وکړ نو ځکه کورونا ډېره خوره نه شوه. ډاکټران وايي، که اولس همداسې له احتیاطه کار واخلي، حالات نور هم ښه کېدلی شي.

د اسلام اباد د پمز روغتون ډاکټر ناصر مومند وايي:

"د کورونا د مثبتو پېښو کچه څو ورځې وړاندې پوره ۱۲ فیصده وه اوس دا اتو فیصدو ته راټیټه شوې ده. دا چې حکومت په وخت ټولبند اعلان کړ او په خلکو کې هم وېره د کورونا د لومړۍ څپې په شان پیدا شوه نو ځکه خلکو له احتیاطه کار واخېست او کیسونه کخ په کمېدو شول."

د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون ویاند ډاکټر عاصم وايي، څو ورځې وړاندې پورې په کورونا کمپلېکس کې ټول کټونه له بیمارانو ډک وو خو اوس یو وارې بیا په خالي کېدو دي.

"موږ سره د کورونا په کمپلېکس کې ۵۱۷ کټونه دي او دا مهال ۲۱۷ ناروغان لرو. نو داسې ښکاري چې د کورونا له وجې د بیمارو شوو کسانو شمېره په کمېدو ده. هیله لرو چې خلک همداسې له احتیاطه کار واخلي او په راتلونکو څو ورځو کې حالات نور هم ښه شي."

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا د معلوماتو په اړه د معلوماتو خپروونکې دولتي وېبپاڼه د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې هره ورځ د لسګونو کسانو د وژل کېدو او د سلګونو نورو د اخته کېدو راپور ورکوي.

د مې تر ۱۵مې په پاکستان کې اته لاکه ۷۴ زره نه زیات کسان په کورونا اخته شوي او ۱۹۴۶۷ کسان ترې مړه شوي دي خو بل لوري ته اووه لاکه ۸۳ زره نه زیات کسان ترې بیرته ښه شوي هم دي.

بل پلو په پاکستان کې د کورونا وایرس د واکسینو ورکولو لړۍ هم روانه ده او تر دې مهاله څه کم دوو مېلیونو کسانو ته په جزوي توګه واکسین ورکړل شوي دي. حکومت اعلان کړی چې د مې له ۱۶مې نېټې نه به هغو کسانو ته هم د واکسینو ورکولو بهیر پیل شي چې عمرونه یې ۳۰ کالو نه پورته دي.

XS
SM
MD
LG