د پاکستان حکومت د راتلونکې جمعې په ورځ په غزه کې د اسراييلي حملو پرضد د مظاهرو اعلان کړی.
د مې پر ۱۷مه نېټه په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال د دې هېواد بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وویل چې د وزيراعظم عمران خان په اجازه د مظاهرو اعلان کوي.
نوموړي وویل چې په فلسطین کې باید په سمدستي توګه ډزبندي وشي.
د بهرنيو چارو وزير په قامي اسمبلۍ کې په دې اړه يو قراداد هم وړاندې کړ چې د اپوزیشن په ملاتړ منظور شو.
په پرېکړه ليک کې په فلسطینیانو د اسرايیل د حملو غندنه شوې ده.
د اسراییلو او فلسطینانو ترمینځ تاوتریخوالی
دا په داسې حال کې ده چې د نړيوالو سفارتي هڅو سربېره هم د اسراييل او حماس ترمنځ په غزه کې د جګړې درېدو نښې نه لېدل کېږي.
اسرييل د مې پر ۱۸مه نېټه پر غزه پرله پسې هوايي بريدونو کړي چې د چارواکيو په وينا، د وسله والو ځايونه يې په نښه کړي دي. په حملو کې یوه شپږ پوړیزه ودانۍ ويجاړه کړل شوې ده.
وسله والو بيا پر اسراييل يو شمېر توغندي توغولي دي. بېګاه د شپې په دې بريدونو کې په سمدستي توګه د مرګ ژوبلې کوم رپورټ نه دی ورکړل شوی.
په اسراييل کې فلسطیانو په بیت المقدس او غربي تراټه کې د مې پر ۱۸ مه نېټه هړتال کړی دی.
هړتال په اسراييل کې د اوسېدونکيو فلسطينيانو مشرانو اعلان کړی. فلسطينيان د اسراييل د ابادۍ ۲۰ فيصده جوړوي.
ټاکل شوې چې د جګړې د بېړنۍ ډپلوماسۍ له لارې د ختمولو لپاره د مې پر ۱۸مه نېټه د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه کوي.
تر يوې اوونۍ زياتې دوام لرونکې دې جګړه کې تراوسه تر ۲۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.
د بایډن او نتنیاهو تیلېفوني خبرې
سپينې ماڼۍ ویلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن له اسراییل وزیراعظم بین یامین نتنیاهو سره د مې پر ۱۷مه په ټلېفوني خبرو کې د اسراییلو او فلسطینانو ترمنځ د ډزبندی د ملاتړ څرګندونه کړې ده.
سپینې ماڼۍ په یو بیان کې وویل چې ولسمشر بایډن د خبرو پر مهال د راکټي حملو پر وړاندې د اسراییل د ځان خوندي کولو د حق په ملاتړ ټینګار وکړ او په غزه کې د حماس او نورو وسله والو ډلو خلاف د اسراییلو د پوځي عملیاتو په پرمختګ یې هم خبرې وکړې.
بیان زیاتوي، ولسمشر بایډن او وزیراعظم نتنیاهو ډزبندی ته د رسیدو په موخه د مصر او نورو ملګرو هېوادونو له هڅو سره د امریکا د یوځایکېدو په باب هم بحث وکړ.