د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د نیویارک برید تورن کس ته د مرګ سزا غږ کړی


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا غږ کړی دی چې د تېرې میاشت پر ۳۱مه په نیویارک کې پر خلکو د ګاډي خېژوونکي ازبک وګړي ته دې د مرګ سزا ورکړل شي.

په هغه پېښه کې اته کسان وژل شوي ول.

البته ټرمپ تېر مازیګر په خپل نوي بیان کې له دې غوښتنې پشا شو چې سیف الله سایپوف دې په ګوانتانامو کې امریکايي پوځي زندان ته واستول شي.

نوموړي پر ټوېټر ولیکل، دی به خوشاله شي چې دا ترهګر ګوانتانامو ته واستوي خو دا بهیر له وفاقي نظام څخه له تېرېدو هم زیات وخت نیسي.

ده وویل، دا هم مناسبه ده چې هغه د خپل ناوړه جرم لپاره په هېواد کې وساتل شي. ټرمپ په بل بیان کې ولیکل، هر څه باید ژر وشي او هغه ته د ((مرګ سزا)) واورول شي.

امریکايي څارنوالانو د چارشنبې پر ورځ پر سایپوف د ترهګرۍ تورونه پورې کړل او و یې ویل چې هغه له اسلامي دولت ډلې څخه الهام اخیستی. پر نوموړي ترهګرې ډلې ته د مادي ملاتړ د برابرولو تور هم دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG