د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوانتانامو یوه بندي له القاعدې سره د مرستو کول منلي


اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، ابيګېل پرکېنز د امریکا د فېډرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي ای) پخوانۍ کارکوونکې ده.

دې د ډېسېمبر پر ۶مه په کیوبا کې د امریکايي پوځي اډې یوه عدالت ته ویلي چې په ګوانتانامو زندان کې یوه بندي سعودي وګړي پلټونکو ته ویلي ول چې په ۲۰۰۱ز کال کې د سېپټېمبر د بریدونو لپاره یې له القاعدې وسله والې ډلې سره مرسته کړې وه.

پرکېنز وايي، دا وګړی مصطفا احمد الهوساوي نومېږي او د ۲۰۰۴ز کال په جنورۍ کې یې څلور ورځې له پلټونکو سره خبرې کړې وې.

هغه وخت پلټونکو نوموړي ته ځېنې ثبوتونه وښودل. تر هغې وروسته الهوساوي ومنله چې اووه بریدګرو ته یې د الوتکو ټېکټونه اخیستي ول او ورته یې د پیسو په استولو کې اسانتیاوې برابرې کړې وې.

د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه ۱۹ کسانو الوتکې وتښتولې او بیا یې د نیویارک د نړیوالې سوداګرۍ د مرکز پر ودانۍ، په وېرجینیا کې د امریکا پر دفاع وزارت او پېنسلوېنیا کې ورنسکورې کړې چې پکې له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول.

اسوشي اېټډ پرېس اژانس وايي، ابیګېل پرکېنز تر ۲۲ کلونو له اېف بي ای سره کار وکړ او بیا یې تقاعد یا رېټایرمنټ واخیست. اوسمهال نوموړې د امریکا د انرژۍ په وزارت کې کار کوي.

اژانس وايي، پرکېنز په ګوانتانامو کې عدالت ته ویلي چې الهوساوي پر امریکا تر بریدونو مخکې په متحده عرب اماراتو کې اوسېده او له ۱۹ څخه یې له اووه بریدګرو او الوتکې تښتوونکو سره مرسته کړې وه.

د دې په خبره، الهوساوي په ۲۰۰۴ز کال کې دا هم ویلي ول چې د القاعدې له پلانه خبر نه وو خو ورسره یې مرسته وکړه او پر دې کار پښېمانه نه دی.

پرکېنز زیاته کړې چې الهوساوي ((پر دې ډېر خوشاله وو)) چې د هغه په وینا ((د خپلو هغو وروڼو د مرستې جوګه شو چې برید یې کړی وو.))

پر ۴۹ کلن مصطفا الهوساوي مقدمه د جنګي جرمونو په عدالت کې روانه ده.

اسوشي اېټډ پرېس اژانس زیاتوي چې د الهوساوي وکیلانو ویلي چې هغه پر امریکا د بریدونو په پلان کې یو معمولي کس وو او د ده قضیه باید له څلورو نورو تورنو شویو کسانو جلا شي او یا هم عدالت دې پر ده لګېدلي تورونه په بشپړه توګه ختم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG