د لاسرسي ځای

تازه خبر

احساس کفالت پروګرام ۱۰۰ میلیونه پاکستانیانو ته مرسته رسولې


د کورونا وبا پر مهال د پاکستان په حیدراباد کې ګڼې بې وزلې ښځې تر احساس کفالت پروګرام لاندې نغدي مرستو ته د خپل وار په انتظار: ۲۰۲۰ز کال
د کورونا وبا پر مهال د پاکستان په حیدراباد کې ګڼې بې وزلې ښځې تر احساس کفالت پروګرام لاندې نغدي مرستو ته د خپل وار په انتظار: ۲۰۲۰ز کال

په خیبرپښتونخوا کې د احساس کفالت پروګرام چارواکي وايي چې د کورونا وبا په مد کې ۹۰ فيصده کورنیو ته ۱۲۰۰۰ روپۍ ورکړل او پاتې کورنیو ته به یې ژر ورسوي.

په پېښور کې د دې پروګرام یو چارواکي محمد فیصل د مې پر ۱۷مه مشال رېډیو ته وویل چې د ګوتو نښو، شناختي کارډ نمبرو د تصدیق نه کېدو په ګډون د مشکلاتو له وجې ځینو کورنیو ته پر وخت پیسې نه دې ورکړل شوې.

''د اختر نه وروسته د حکومت دا اراده ده چې کومو ښځو او سړو ته د کورونا وبا پر مهال ۱۲۰۰۰روپۍ ورکړل شوې وې، هغوی ته یې بیا ورکړي.''

محمد فیصل دا خبره په داسې وخت کې کړې چې نړیوال بينک د مې پر ۱۵مه په یو راپور کې د کورونا وبا پر مهال د پاکستان احساس پروګرام د نړی په هغو نوښتونو کې پر څلورم نمبر راوستی چې له مخې یې له بې وزله خلکو سره مرسته شوې ده.

د نړیوال بينک په دې فهرست کې هند په لومړي نمبر، امریکا پر دویم، جاپان پر درېم او پاکستان په څلورم نمبر دی. دا هغه هېوادونه دي چې پکې د کورونا وبا پر مهال له ۱۰۰ ملینو څخه زیاتو خلکو ته مالي مرستې ورکړل شوي دي.

د دې راپور وروسته د پاکستان وزیراعظم عمران خان د می پر ۱۶مه په ټویټر د احساس پروګرام د مشرې ثانیې نشتر ستاینه کړې ده.

په ۲۰۱۰ م کال کې د پاکستان پيپلز ګوند د حکومت پر مهال له واده کړو ښځو سره د مالي مرستو لپاره بې نظیر انکم سپورټ پروګرام پیل شوی وو خو په مرکز کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت تر راتللو وروسته دې ته احساس کفالت پروګرام نوم ورکړل شو. موجوده حکومت د کورونا وبا پر مهال په دې مرستو کې بې وزله سړي هم شامل کړل.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې ځینې کسان دا شکایت کوي چې تراوسه ورته د احساس پروګرام پيسې نه دي ورکړل شوې.

په سوات کې بېګم چې کونډه ده ، وايي، څو وارې یې د درخواستونه جمع کړل خو تراوسه ورته یوه روپۍ هم نه ده ورکړل شوې.

(زما د زوی کارډ ته دا پیسې راغلې وې خو موږ ته ملاو نه شوې، راته یې ویل چې ستا کارډ ته به انتقال شي او یا د هغه د ښځې هغې ته خو داسې ونه شو. زما په دې کار شاوخوا دوه نیم زره روپۍ ولګیدلې خو کار ونه شو. ماته یې ویل چې روپۍ دې کېږي خو دفتر ته زوي راوله نو ما ورته ویل، هغه خو مړ دی، څنګه یې راولم.))

دغسې په مومندو کې ګل حسین بیا وايي، هېڅ روزګار نه لري او د احساس پروګرام د ۱۲۰۰۰ روپو لپاره یې اسناد هم جمع کړی ول خو چارواکو ورته د پاسپورټ لرولو له وجې انکار وکړ.

په بره دیر کې مصیت بیګم بیا د احساس کفالت پروګرام ستاینه کوي او وايي چې د کورونا وبا پر مهال یې مالي مشکلات زیات شوي وو خو دغه مرستو یې ډیر مسلې هوارې کړي.

(ما ته په روژه کې ۱۲۰۰۰ روپۍ ترلاسه شوې خو ۲۰۰ یې ترې کټ کړې وې. ښه په اسانه راته ملاو شوې وې او زموږ پرې د روژې او اختر هغه ټول ضرورتونه پوره شول.)

د احساس کفالت پروګرام یو چارواکې محمد فیصل بیا وايي چې باید خلکو ته خپلې ۱۲۰۰۰ روپۍ پوره ورکړل شي او که څوک په دې کې درغلي کوي نو دوی یې پر ضد کارروايي کوي.

د اقتصادي چارو پوه معراج الحق بیا وايي چې په پاکستان کې د کورونا وبا، ټولبند او ګرانۍ له وجې د خلکو مالي مشکلات لا نور زیات شوي دي نو په داسې کې د احساس کفالت پروګرام په څیر مالي مرستې د ستاینې وړ دي خو باید حکومت دې کې له شفافیته کار واخلي.

د پاکستان حکومت د بې وزله خلکو لپاره د احساس نغدي بیړنیو مرستو نوښت (احساس ایمرجنسي کېش اینشېټیو) د مالي مرستو پروګرام په مد کې ۲۰۳ اربه روپۍ بیلې کړې وې او ویلي ول چې ۱۵ ملینه کورنیو ته به کلنۍ ۱۲۰۰۰ روپۍ ورکوي. د احساس کفالت پروګرام د وبپاڼې تر مخه د روان کال له جنورۍ تر جون میاشتې به ۴۸ لاکه ۷۴ زره او ۹۶۸ کسانو ته مالي مرستې ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG