د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر اغېزمن شوي کاروباریان له حکومته مرسته غواړي


په خیبر کې په کاروباري سامانونو بار کنټېران ولاړي دي (پخوانی عکس)
په خیبر کې په کاروباري سامانونو بار کنټېران ولاړي دي (پخوانی عکس)

پراګ - د خېبر ضلعې د کاروباريانو اتحاديو له حکومته غوښتي چې له دوی سره د دکانونو په بيا جوړولو او کاروبارونو بحالولو کې مرسته وکړي.

د باړې تاجرانو اتحاديې مشر روف خان اپريدي د اګست پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې کله دوی شا و خوا اووه کاله پس په ۲۰۱۶ م کال کې خپلو سيمو ته ستانه شول نو دکانونه او ګودامونه يې ړنګ پراته و.

نوموړی وايي په دغه دکانونو کې اوس يوازې د اته سوه دکانونو ودانۍ جوړې شوي دي.

د ده په خبره سودا به څه کړې چې له ډېری دکاندارانو سره په دکانونو کې د الماريو لګولو پيسې هم نشته او د حکومت لخوا مرستې د نشت برابرې دي.

ده وویل ، “يوه اداره ده سمېډا چې له حکومت سره په سيمه کې له دوو کالو راهيسې سروېګانې کوي. شا و خوا سل کسانو ته يې د دوه دوه لکه روپیو چيکونه ورکړي دي او نور کار يې د کورونا وبا له کبله درولی دی. خو دغه دوه لکه روپۍ ډېرې کمې دي ځکه چې په دې پېسو نن سبا د يو دکان المارۍ هم نه جوړيږي”.

روف خان وايي يوازې په باړه بازار کې شا و خوا ۱۵۰۰۰ دکانونه و .

نوموړی وايي دا دکانونه چې شا وخوا د ۵۰،۰۰۰ خلکو کاروبار ورسره تړل شوی و،ورته به له چين څخه سولر پېنلې،ګاډو بېټريانې،موبايلونه ، د دې پرزې او نور ډېر سامانونه ورتلل.

د ده په وینا ، همداراز د پاکستان له فېصل اباده به ورته کپړه ورتله. د پاکستان له نورو برخو به ورته وړه،سمېنټ ورتلل. پر دې سربېره افغانستان ته تلونکو ټرانزټ مالونو څخه به هم ډېر سامانونه په باړې بازار کې کوزېدل.

د خېبر تاجرانو اتحادې مشر او يو دکاندار سيد اياز وزير بيا وايي د ۲۰۰۹ م کال مخکې په جمرود کې شا و خوا ۱۵۰۰۰ او د تېرا ،کلاخېل ،شلوبر،برکمبر خېل او راجګال په ګډون ځينو نورو سيمو کې پنځه زره دکانونه و چې ډېرې پکې لا هم نه دي اباد شوي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل هغه دکانداران چې په کال کې به يې پنځوس لکه روپۍ زکات ورکاو اوس خپله زکات ته ناست دي.

د ده په خبره که مرستې ورسره ونشوې نو ځوانان به يې ناسمو لاسو ته لاړ شي.

ده وویل ، “موږ به ځوانان يوازې په روزګارونو له ناسمو لارو راګرځولای شو. حکومت دې موږ ته کارخانې ولګوي او زموږ دکانونه دې اباد کړي. موږ دا وخت خپلو بچو ته تعليم نشو ورکولای. ډېرې ځوانان دا وخت بې روزګاره دي.”

بلخوا د وړو او منځنۍ کچې کاروبارونو پرمختيايي اداره سمېډا چې د نړيوال بنک او نورو فلاحي ادارو مرسته هم لري وايي د خېبر پښتونخوا له حکومت سره يې په شريکه په خېبر ضلعه کې د کاروباريانو د روزګار بحالۍ لپاره څه باندې لس کروړه روپۍ ورکړې دي.

د دې ادارې د قبايلي څانګې يو مشر چارواکی اسد محمود د اګست پر ۱۵ مه مشال راډيو ته وويل دغه پېسې يې د دکانونو ودانيو جوړولو لپاره نه بلکې د دکانونو لپاره د سودا اخیستو په موخه ورکړې دي.

ده وویل‌، “موږ سره محدود فنډ و او په هغو کې مو خېبر ضلعې ته خپله برخه ورکړې. موږ شا و خوا ۲۰۰ کسانو ته دغه پيسې ورکړي دي. دغه پيسې موږ د دې پر بنياد ورکړي چې چا لومړی پېسو ته درخواست جمع کړی نو هم هغه لره مو لومړی ورکړي دي.”

مشال رېډيو هڅه وکړه چې د اطلاعاتو او لوکل ګورنمنټ لپاره د خېبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار کامران خان بنګش او نوور چارواکو سره هم خبرې وکړو خو هغو زموږ ټلیفون پورته نکړ.

البته په تېر وختونو کې دې چارواکو وېلي دي چې باړه بازار يې په جديدو بنيادونو جوړ کړی چې ورته له هرې خوا نوي سړکونه هم جوړ کړل شوي دي.

خو کاروباريان وايي دوي ته د خپل کاروبار پیلولو لپاره د غټې سرمايې ضرورت دی.

دوی وايي چې له ۲۰۰۱ م کال راهيسې د دوی په سيمه کې بد امني پېل شوې وه خو په ۲۰۰۹ م کال کې بيا کرفيو ولګېده او د وسله والو او پوځ ترمنځ نښتې زياتې شوې چې له کبله يې شا وخوا څه باندې ۸۶۰۰۰ کورنيو کډې کړې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG