د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل - لوګر خونړي بریدونه: سبا افغانستان کې ملي ویر دی


کابل کې پر یوه ښوونځي د برید وژل شوي خاورو ته سپارل کېږي - د ۲۰۲۱ز د مې نهمې انځور.
کابل کې پر یوه ښوونځي د برید وژل شوي خاورو ته سپارل کېږي - د ۲۰۲۱ز د مې نهمې انځور.

د افغانستان ولسمشر په کابل او په لوګر کې د خونړي بریدونو په غبرګون کې د مې پر ۱۱مه ملي ویر اعلان کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د مې پر نهمه وویل چې د مړو او ټپیانو له کورنیو سره په غم او درد کې ځان شریک بولي او په همدې خاطر د سېشنبې په ورځ د ملي ویر او د ټول هېواد په کچه د فاتحې اعلان کوي.

غني وویل، دا ملي ویر په لوګر کې پر "بې‌ګناه محصلینو" او په کابل کې پر "معصومو زده‌کوونکو د ترهګریزو بریدونو د شهیدانو د درناوي" لپاره دی.

نوموړي زیاته کړه: "د دې غمجنې پېښې د شهیدانو د روح لپاره به د ارګ په جامع جومات، ټولو دولتي ادارو او ولایتونو، ټولو جوماتونو او تکیه‌خانو او د هېواد په بهرنیو استازولیو کې د فاتحې او دعا مراسم ترسره شي."

ولسمشر غني همداراز وویل چې د وژل شویو او ټپيانو له کورنیو سره به نغدي مرستې وشي او هم به د دشت برچي د سیمې د خلکو د امنیت لپاره د سیمې له خلکو په سلا هڅې وشي.

د مې پر اتمه، په دشت برچي سیمه کې سیدالشهدا نجونو ښوونځي ته نېږدې په موټر بم حمله کې له رسمي شمېر سره سم، له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دی.

رویټرز اژانس بیا د افغان چارواکو په حواله ویلي چې تر یکشنبې (مې نهمې) ناوخته د مړو شمېر ۶۸ او د ټپيانو ۱۶۵ ته پورته شو.

افغان چارواکو طالبان په دې برید کې ښکېل بللي، خو طالبانو پکې ککړتیا رد کړې.

د کابل په لوېدیځ کې د اکثرو خونړیو بریدونو مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستې.

دغه برید د زرګونه عامو افغانانو د غندنې تند غبرګونونه پارولي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د خلکو له وژنو لاس واخلي.

بلخوا طالبانو د مې پر نهمه اعلان کړی چې د اختر په درېیو ورځو کې خپل بریدونه دروي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG