د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سرکار خپلو ټولو وګړو ته د کووېډ-۱۹ واکسین لګوي


پېښور کې یوه کس ته د کورونا واکسین لګېږي - د ارشیف انځور
پېښور کې یوه کس ته د کورونا واکسین لګېږي - د ارشیف انځور

د پاکستان حکومت ويلي‌چې تر کوچني اختر وروسته غواړي خپلو ټولو وګړو ته د کووېډ-۱۹ واکسين ولګوي.

د وزیراعظم عمران خان د روغتيايي برخې سلاکار ډاکټر فیصل سلطان پر فېسبوک د خلکو پوښتنو ځوابولو په وخت ويلي‌چې د "حکومت اعلانونو ته پام وکړئ او هر وخت چې تاسو ته وويل شول، ځانونه د واکسينولو لپاره رجسترډ کړئ."

هغه وايي: ''د خپل شناختي کارډ نمبر ۱۱۶۶ شمېرې ته د موبايل فون د لارې په میسيج کې ولېږدوئ. که انټرنېټ درسره وي نو د نادرا پر وېبسايټ هم ځان رجسټرولی شئ. کله چې حکومت ته ستاسو د شناختي کارډ نمبر ورسېږي نو څه وخت وروسته به تاسو ته يو ميسيج يا پېغام درشي. بيا د کورونا وایرس [ناروغۍ] واکسينو نېزدې مرکز کې وخت واخلئ او واکسين ولګوئ. که تبه لرئ نو په هغه ورځ واکسين مه لګوئ. د تبې تر ختمېدو څو ورځې وروسته واکسين وکړئ.''

د پاکستان صحت وزارت پر وېبسايټ‌ د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، د کورونا وایرس ناروغۍ واکسين له ۱۸ کلونو څخه زیات عمر لرونکو لپاره دي. حکومت هره اوونۍ نوي واکسين واخلي چې د ۷۰ فیصده وګړو د واکسينولو هدف پوره کړي.

دې وزارت د عامه پوهاوي په کمپاين کې ويلي چې که څوک واکسين و هم کړي بايد له کورونا وایرس څخه د ځان ساتنې د لارښوونو سرغړونه و نه کړي. په دې لارښوونو کې د تمبوزک (ماسک) وهل، له يوه بله فاصله او لاس بيا بيا په صابون مينځل شامل دي.

د خيبر پښتونخوا په صحت اداره کې د عامې روغتيا د برخې مشر، ډاکټر اکرام الله خان وايي په پاکستان کې د چين او روسیې واکسين کارېږي چې په دوو خوراکونو (ډوزونو) د ستنو له لارې لګېږي. يوه ستنه یې تر بلې هغې درې يا څلور هفتې وروسته وي.

نوموړی په دې اړه زیاتوي: ''په اوس وخت کې موږ په خيبر پښتونخوا کې د چين ساينوفام واکسين کاروو. تجربو ښوولې چې دا واکسين ۸۵ فیصده اغېزناک دي. دا واکسين په خلکو کې د کورونا وایرس پر وړاندې مدافعتي قوت جوړوي. ځينې خلک ترې وېرېږي چې داسې بايد نه وي ځکه چې دا واکسين څوک نه ناروغه کوي. يوازې دومره ده چې د واکسينو تر کولو وروسته سمدستي د دې اثر نه وي بلکې څو ورځې ورته پکار دي چې دا خپل اغېز وښيي.''

د ډاکټر اکرام الله خان په وينا تر واکسينو وروسته هم یو څوک ناروغېدلای شي خو دا دومره سرسري وي چې څوک پکې هسپتال ته تګ ته نه مجبورېږي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په اخره کې په چين کې پېدا او وروسته په نړۍ کې خپور شو. اوسمهال د دې وايرس نوې بڼې هم مخې ته راغلې دي. خو د پاکستان صحت وزارت د عامه پوهاوي د کمپاين له لارې خلکو ته وايي چې په دې ملک کې موجود واکسين د کورونا وایرس د ټولو بڼو لپاره ښه ثابت شوي دي.‌

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG