د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په لوګر کې موټربم برید لږ تر لږه ۲۴ تنه وژلي


د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا د یوشمیر ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی او په دوی کې یوشمیر د کانکور د ا زموینې زده کوونکي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا د یوشمیر ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی او په دوی کې یوشمیر د کانکور د ا زموینې زده کوونکي دي.

د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې موټر بم برید شوی دی چې پکې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپي شوي دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ نن رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې په پروني بريد کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۱۰ ټپيان دي.

تر دې وړاندې د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي او یو پولیس افسر حېدر احمدي مشال راډیو ته د وژل شویو شمېر ۲۷ او د ټپیانو شمېر ۶۰ یاد کړی وو.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي ویلي چې د تېرې ورځې د موټر بم برید د قربانیانو غچ به واخلي.

نوموړي دا څرګندونې د مې پر لومړۍ نېټه د نائب امین الله خان لوګري په روغتون کې د تېرې ورځې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ مشال راډیو ته وویل، چې د یادې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي، چې زیات شمېر یې د کانکور ازموینې ګډون وال وو.

دی وایي، یاد زده کوونکي ددې ولایت له لیرې پراتې ازرې ولسوالۍ څخه د ازموینې په موخه پل علم ښار ته راغلي وو.

لونګ وایي، په ټپیانو کې ۱۲ مېرمنې،۱۶ ماشومان او ۱۱ تنه نور د نائب امین الله خان ولایتي روغتون کارکوونکي او پاتې نور چاودنې سیمې ته له نږدې ځایونو روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

لوګر کې موټر بم بريد لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي مشال راډیو ته وویل چې دا چاودنه د ولایتي شورا د پخواني رییس پر مېلمستون شوې ده.

ده وویل، "دا ځای د ولایتي شورا د پخواني رییس ډاکټر صاحب ولي وکیل مېلمستون و. هلته یوه ډاینا راځي او وايي، موږ د موسسې خلک یو، روژه ماتی راوباسئ. موټر چې دننه ننوځي، انفجار کوي، هغه کور ټول مکمل ویجاړېږي."

نوموړي زیاته کړې چې په دې موټر بم برید کې مېلمستون ته نژدې د روغتیا ریاست روغتون هم سخت زیانمن شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا د یوشمیر ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی او په دوی کې یوشمیر د کانکور د ا زموینې زده کوونکي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې په برید کې وژل شوي او ټپي ټول عام ولسي وګړي دي او ښايي د مړو شمېر زیات شي.

تر دې وړاندې د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د اپرېل ۳۰مې په ماښام د لوګر ولايت د مرکز پل علم ښار کې ولايتي روغتون ته مخامخ پر یوه مېلمستون د موټر بم بريد وکړ.

لونګ وایي په دې مېلمستون کې به ډیری وخت د ازرې ولسوالۍ وګړي اوسېدل چې اوس مهال پکې د کانکور د ازموينې ګډونوال زده کوونکي هم مېشت و.

لونګ زیاتوي، چې موټر بم بريد د ولايتي روغتون سربېره د خلکو کورونه او ګڼ شمېر هټۍ زيانمنې کړې دي او عامو خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.


په افغانستان کې اروپايي ټولنې په خپل ټویټر د لوګر د پېښې قربانیانو سره د خواخوږۍ په پار لیکلي چې د عامو خلکو وژل او ژوبلول د ټول هېواد لپاره یوه تراژیدي ده.

یادې ټولنې زیاته کړې چې دا ډول بې معنا بریدونه باید ژر ودریږي.

که څه هم افغان چارواکو برید د وسله والو طالبانو له خوا تر سره شوی بللی دی خو تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آزادۍ راډیو ته وویل چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر اشرف غني له خولې ویل شوي چې طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې پیښې په اړه ویلي چې د خلکو دښمنانو د ماشومانو او ښځو په ګډون یوشمیر بیګناه انسانان په مبارکه روژه کې ووژل.

د برید په اړه نړیوال غبرګونونه

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې پلاوي دا برید وغانده او په ټویټر کې یې ولیکل چې د روژې په مبارکه میاشت کې د لوګر په پل علم کې د موټر بم د برید خبر خپریږي چې پکې بیګناه عام وګړي د زده کوونکو په ګډون وژل کیږي او ټپیان کیږي.

دا برید په هغه ورځ وشو چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د سرمفتش یا سیګار دفتر خبر ورکړ چې د سولې د خبرو سربیره په افغانستان کې د سږکال په لومړیو درې میاشتو کې شخړې زیاتې شوې دي.

د لوګر د پېښې انځورونه

سیګار د اپرېل پر ۳۰مه په خپل رپورټ کې څرګنده کړه چې د طالبانو په څیر د یاغیانو له لورې برید د جنوري له میاشتې تر مارچ میاشتې د تیرکال همدې مودې په پرتله ۳۷ فیصده زیاتې شوې دي.

په افغانستان کې د تشدد لړۍ له هغه راهسې تونده شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او ناټو د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانسان د خپلو ځواکونو د اېستلو اعلان کړی دی.

د ولسمشر جوبایډن او ناټو دې اعلان طالبان غصه کړي هغه ځکه چې د دوی او د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ د شوي تړون له مخې به امریکا یو شمېر امنیتي ضمانتنو ته په کتو خپل ځواکونه د روان کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان اېستل.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ترمپ او وسله والو طالبانو ترمنځ دا تړون د ۲۰۲۰م کال د فرورۍ پر ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې شوی وو.

XS
SM
MD
LG