د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان کې سږ کال ۱۴ ښځې په هدفي بريدونو کې وژل شوي"


په جلال اباد کې د وژلو شوو درو ښځینه واکسیناتورانو څخه د یوې تابوت خلکو په اوږ اوچت کړی.
په جلال اباد کې د وژلو شوو درو ښځینه واکسیناتورانو څخه د یوې تابوت خلکو په اوږ اوچت کړی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې پر هدفي وژنو اندېښنه ښيي.

د دغه کمېسیون د نشریاتو او ارتباطاتو د برخې رئيس ذبیح الله فرهنګ مشال راډیو ته وویل، په کار ده چې نړیواله ټولنه اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه افغانستان کې ۱۴ ښځې په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۲۲ نورې ژوبلې شوي دي. دې نهیلوونکي حالت ته په کتو موږ له نړیوالو همکارانو په تېره بیا له ملګرو ملتونو غواړو چې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوربند لپاره پر طالبانو او حکومت له خپل نفوذه کار واخلي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو او ارتباطاتو د برخې رئیس ذبیح الله فرهنګ
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو او ارتباطاتو د برخې رئیس ذبیح الله فرهنګ

په افغانستان کې پر ښځو د هدفي بریدونو په دوام کې د اپرېل پر لومړۍ نېټه په جلال اباد ښار کې یوه پولیسه ووژل شوه. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وايي، دا پولیسه هغه مهال وویشتل شوه چې کار ته روانه وه او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. د ده په وبنا، د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په وروستیو کې په ننګرهار کې پر ښځو پر له پسې بریدونه کېږي. تر دې وړاندې په دغه ښار کې نامعلومو وسله والو درې واکسیناتورانې ووژلې.

تېره میاشت په جلال اباد کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې وویشتل شوې. اسلامي دولت یا داعش ډلې د انعکاس ټلوېزېون د کار کوونکو د وژلو مسوولیت ومانه.

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د دوبلې د برخې درې وژل شوې ښځینه کارکوونکې
ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د دوبلې د برخې درې وژل شوې ښځینه کارکوونکې

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیايي برخې مرستیالې پاترېشیا ګاسمند اپرېل پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته په یوه پیغام کې د خبریالانو په تېره بیا د ښځینه خبریالانو ژوند ته پر پاملرنې ټینګار وکړ.

هغې زیاته کړه:​هغه وخت راغلی چې د افغانستان د سولې د پروسې ټول ملاتړ کوونکي هېوادونه باید په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او ښځو په ګډون د خبریالانو د خوندیتوب لپاره پر خپلو کلکو ژمنو ټینګار وکړي."

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یوه لوړپوړې غړې پاترېشیا ګاسمن
د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یوه لوړپوړې غړې پاترېشیا ګاسمن

په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیلېدو را وروسته په افغانستان کې پر دولتي مامورینو، مدني فعالانو او خبریالانو هدفي بریدونه ډېر شوي دي.

په هلمند ولایت کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژلو په شمول د اکثرو هدفي بریدونو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی. افغان او امریکايي چارواکي وايي چې اکثره دا ډول بریدونه طالبان کوي، خو طالبان د اکثرو پېښو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG