د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې د مالېې وزارت د مطبوعاتو امر نعمت روان ووژل شو


نعمت روان
نعمت روان

د طلوع خصوصي ټیلېویژن پخوانی ویاند او د ماليې وزارت د مطبوعاتو امر نعمت روان نن د مې پر شپږمه سهار په کندهار ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي هم مشال راډیو ته دا خبر تایید کړ :"نن سهار ۱۰ نیمې بجې د کندهار د ۱۴مې امنیتي حوزې د حکمت پمپ شاته سیمه کې نعمت روان چې مخکې د طلوع ټیلېویژن خبریال و او اوس یې په مالیې وزات کې دنده درلوده، د وسله والو ترهګرو له خوا ترور شو."

نعمت روان تازه د مالیې وزارت د رسنیو د امر په توګه ګمارل شوی و او ددې وزارت د معلوماتو له تېره ورځ کندهار ته د خپلو تعلیمي او تحصیلي اسنادو د جوړولو په خاطر تللی و.

نوموړی تر دې دندې دمخه درې کاله له طلوع نیوز سره د خبریال په توګه دنده درلوده.

نعمت روان په اصل کې د زابل ولایت و او کورنۍ یې په کندهار کې اوسېده. دی کور ته په رخصتی تللی وو چې وویشتل شو.

د افغانستان د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال مشال راډیو سره په خبرو کې د نعمت روان وژنه د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د افغان خبریال او د ماليې وزارت د مطبوعاتو امر نعمت روان په وژل کېدو خواشیني ښکاره کړې او د هغه وژل کېدل یې د مطبوعاتو د کورنۍ لپاره لویه ضایع بللې .

تر دې یوه ورځ دمخه په کابل کې یو شمېر سفارتونو، ملګرو ملتونو او د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټونو د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو ګواښ سخت غندلی دی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ټویټر له لارې خبرداری ورکړ، که خبریالان په یو اړخیز ډول حکومتي خبرونه خپاره کړي جدي چلند به ورسره وشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG