د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران له نړیوال قدرتونو سره د اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ


د دغو خبرو اترو هدف دا دی چې ایران د ۲۰۱۵ کال جوهري تړون ته بیا راستون کړل شي.
د دغو خبرو اترو هدف دا دی چې ایران د ۲۰۱۵ کال جوهري تړون ته بیا راستون کړل شي.

ايران د مې پر اوومه د نړۍ له سترو قدرتونو سره د لوړي کچې خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ چې هدف يې د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون ته امريکا بيرته راستنول دي.

دغه خبرې اترې د اپرېل پر لومړيو کې په ويانا کې پيل شوې وي.

د خبرو تمرکز واشنګټن لپاره داسې تګلاره جوړول دي چې پر تهران لګول شوي بنديزونه لرې کړي او د تړون له مخې تهران د اټومي پروګرام په اړه محدويتونه بحال کړي.

د اټومي موافقې ترمخه ايران ژمنه کړې وه چې د نړيوالو بنديزونو نرمولو په بدل کې به اټومي فعالايتونه ودروي.

خو د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې امريکا له دې تړونه ووېسته او ویې ویل چې خبرو ته اړتيا ده او له سره بيا پرې خبرې وشي. د دې ترڅنګ پر ايران يې بنديزونه لګول هم پيل کړل.

ايران د دې په ځواب کې د يورانیموغني کولو سره له دغه تړونه سرغړونه پیل کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG