د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان حکومت کې پر میډیا بندیزونه زیات شوي: خبریالان


د ډان ورځپاڼې یوه خبریاله د ښځو مظاهره کې له یوې ښځې سره خبرې کوي. ۲۰۲۰، ۱۱ سپټمبر
د ډان ورځپاڼې یوه خبریاله د ښځو مظاهره کې له یوې ښځې سره خبرې کوي. ۲۰۲۰، ۱۱ سپټمبر

د خبریالانو غونډې له وفاقي حکومته پر میډیا د لګېدلو بندیزونو په زغرده لیرې کولو غوښتنه وکړه او وايي، که داسې ونه شول نو د میډیا صنعت د تړل کېدو له خطر سره مخامخېدلای شي.

د خبریالانو ټولنې پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس د عمران خان حکومت له راتلو سره په ملک کې پر میډیا بندیزونه زیات شوي دي. د دوی په وینا حکومت غواړي چې د هېواد ټولې رسنۍ پر سرکاري تګلاره روانې شي. د خبریالانو ټولنې په هېواد کې پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ سخته اندېښنه ښودلې.

دوی دا څرګندونې په کوټه کې له خپلې درې ورنۍ غونډې پس چې بېګا ماښام په کوټه ښار کې پای ته ورسېدله، کولې. په دې غونډه کې له ټول ملک خبریالانو ګډون کړی وو.

د دوی په وینا چې په ملک کې پر رسنیو یوه نااعلان شوی بندیز دی. پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس وویل خبریالانو ته دړکې ورکول کېږی. د میډیا خاوندان یې هم له ګڼو مالی ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په کوټه کې په دې درې ورځنۍ غونډه کې د علاقايي ورځپاڼو او رسنيو لپاره د وفاقي حکومت له لوري په ۲۵ فیصد برخه ختمیدو باندې هم خواشیني څرګنده شوې ده. د دوی په وینا چې د دې زیات اغېز د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پر ورځپاڼو شوی دی.

د بلوچستان د پي ایف یو جې مرستیال مشر او خبریال سلیم شاهد له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې له دې عمل څخه ډېری کارکونکي او خبریالان بې روزګاره شوي دي.

د خبریالانو غونډې له وفاقي حکومته پر میډیا د لګېدلو بندیزونو په زغرده لیرې کولو غوښتنه وکړه او وايي، که داسې ونه شول نو د میډیا صنعت د تړل کېدو له خطر سره مخامخېدلای شي.

د خیبر پښتونخوا د خبریالانو اتحادیې یوه مشر بخت زاده یوسفزي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، پکار ده چې حکومت میډیا ته په ازاده توګه د کارکولو اجازه ورکړي.

د خبریالانو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې که پر میډیا لګېدلي بندیزونه لیرې نه کړل شول نو دوی به د میډیا له مالکانو سره په ګډه د خپلو حقوقو او میډیا د ازادي لپاره تحریک وچلوي.

د پاکستان فیډرل یو نین آف جرنلسټس صدر شهزاده ذوالفقار وايي چې تر یوه پلان لاندې پر ټولنیزو رسنيږ باندې هم د بندیز لګول هڅې روانې دي چې دوی یې هېڅکله نه مني.

د پي ایف یو جې د دغه غوښتنو په اړه لا تراوسه د وفاقي حکومت له لوري څه نه دي ویل شوي خو د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان د یاد شوي ټولني و مشرانو ته تسلي ورکړې چې هغه به په هېواد کې د ازادې میډیا لپاره خپل کردار لوبوي او په دې ترڅ کې به د وفاقي حکومت سره هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG