د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د امریکايي او ناټو سرتېرو وتلو بهیر پیل شو: چارواکي


اوسمهال په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲،۵۰۰ سرتېري پراته دي - د ارشیف انځور
اوسمهال په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲،۵۰۰ سرتېري پراته دي - د ارشیف انځور

سپینې ماڼۍ او د ناټو اېتلاف یو شمېر چارواکو ویلي چې له افغانستانه یې د سرتېرو ایستلو بهیر پیل کړی دی.

دوی دا خبره د اپرېل پر ۲۹مه پر داسې مهال کړې چې له رپورټونو سره سم، طالبانو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۴مه اعلان وکړ چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي او په دې توګه یې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت او طالبانو ترمنځ د پوځیانو ایستلو لپاره د مې لومړۍ نېټې ټاکلې موده تر څلورو میاشتو وغځوله.

د بایډن تر اعلان وروسته، د ناټو متحدان هم د غوڅ ملاتړ تر ماموریت لاندې د بهرنيو سرتېرو پر ایستلو سلا شول.

د سپینې ماڼۍ د اپرېل ۲۹مې اعلان، د تېرې اوونۍ په پای کې د پوځیانو د وتلو عمل پیلېدو په اړه د یوه لوړپوړي امریکايي جنرال وینا تاییدوي.

د سي اېن اېن ټېلېوېژن په وینا، شاوخوا ۱۰۰ سرتېري او د پوځي سامان زیاتره برخه په الوتکه کې لېږدول شوي.

د فرانسې خبري اژانس د ناټو د یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوولی، له خولې ویلي چې د هغه اېتلاف سرتېرو هم له افغانستانه وتل پیل کړي.

ناټو اوسمهال په افغانستان کې ۹،۶۰۰ پوځیان لري.

د ناټو چارواکي ویلي: "د ناټو متحدینو د اپرېل په نیمایي کې پرېکړه وکړه چې د مې تر لومړۍ نېټې پورې به له افغانستانه د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو ایستل پیل کړي او دا ایستل پیل شول."

امریکايي ولسمشر جو بایډن د اپرېل ۲۸مې پر ماخوستن د کانګرس دواړو جرګو ته په وینا کې له افغانستانه د پوځیانو ایستلو دریځ تکرار کړ. په شپه کانګرس ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې خپلې موخې ته رسیدلي او اوس باید له دې هېواده ووځي.

"موږ د هغو ترهګرو پر ضد افغانستان ته ولاړو چې پر موږ یې د سېپټېمبر پر ۱۱مه برید کړی وو. موږ له اسامه بن لادن سره حساب وکړ او په افغانستان کې مو د القاعدې د ترهګرۍ ګواښ کم کړ. د ۲۰ کلونو تر مړانې او قربانۍ وروسته، اوس وخت راغلی چې موږ خپل پوځیان کور ته ستانه کړو."

په عین وخت کې افغان چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو په زیاتېدونکو بریدونو کې تر ۱۰۰ زیات افغان سرتېري وژل شوي دي.​

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې له وجې اندېښنه پیدا شوی چې ښایې دا اقدام طالبانو ته واک ته د رسېدو زمینه برابره کړي.

د دې ترڅنګ د کورنیو جګړو احتمال وېره هم شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکېن روانه اوونۍ له سي اېن اېن ټېلېوېژن سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته د کورنۍ جګړې یا له پوځي لارې د طالبانو واک ته د رسېدو احتمال رد نه کړ، خو ویې ویل چې هېڅ څوک د افغانستان د کورنۍ جګړې پلوي نه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG