د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال مېکېنزي د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو پر وړتیا اندېښنه ښوولې


د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرال کېنېت مېکېنزي یوې غونډې ته د وینا پر مهال - د ۲۰۲۰ز کال د مارچ میاشتې انځور.
د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرال کېنېت مېکېنزي یوې غونډې ته د وینا پر مهال - د ۲۰۲۰ز کال د مارچ میاشتې انځور.

په منځني ختیځ کې د امریکا د یوه پوځي مشر جنرال کېنېت مېکېنزي له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته، د افغان ځواکونو له لوري تر خپل کنټرول لاندې سیمو د ساتلو وړتیا په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرال مېکېنزي د اپرېل پر ۲۲مه د سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټې غړو ته په څرګندونو کې وویل، "زما اندېښنه دا ده چې افغان ځواکونه به د نړیوالو ځواکونو له هغه ملاتړ پرته چې کلونه یې درلود او اوس ترې بې برخې کېږي، تر خپل واک لاندې سیمې وساتلی شي او که څنګه."

د ده په خبره، د نړیوالو ځواکونو "د استخباراتي، جنګي او داسې نور ملاتړ له کبله [افغان ملي امنیتي] ځواکونه پر طالبانو برلاسي ول چې دا ټول به ختم شي."

افغان حکومت د مېکېنزي څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني ویلي ول چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد او خلکو د ساتنې پوره وړتیا لري.

افغان ولسمشر وايي د هېواد ځواکونه ټول عملیات خپله کوي - د ارشیف انځور
افغان ولسمشر وايي د هېواد ځواکونه ټول عملیات خپله کوي - د ارشیف انځور

غني د اپرېل ۱۸مه ټینګار وکړ چې افغان پوځیان امنیتي چارې په ښه توګه پر مخ وړي.

د نوموړي په خبره، "۲۰ کاله مخکې ۹۹ فیصده" چارې نړیوالو ځواکونو ترسره کولې خو اوس افغان ځواکونه ټول عملیات خپله کوي.

په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي مشر جنرال کېنېت مېکېنزي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د پلان په اړه هم د امریکا د سېنېټ غړو ته معلومات ورکړل.

ده وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د خوندي وتلو لپاره پر پلان دقیق کار شوی او د طالبانو د احتمالي حملو د مخنیوي لپاره هم لازم تدابیر نیول شوي دي.

جنرال مېکېنزي د ځانګړو مسایلو په اړه د تړلو دروازو تر شا د خبرو غوښتنه وکړه، خو په عمومي توګه‌ یې په خوندي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت د پای ته رسولو ډاډ ورکړ.

ده وویل، "موږ له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ پلان جوړوو او ټول لازم تدابیر به ونیسو چې د خپلو او د خپلو شریکانو د ټولو پوځیانو خوندي او منظم وتل یقیني کړو."

جنرال مېکېنزي همداراز وویل، د امریکا پوځ به د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د سختدریځه ډلو پر فعالیتونو مسلسل څار ته دوام ورکړي.

جنرال مېکېنزي دې پوښتنې ته چې ولې طالبان د لویو حملو او د پراخو سیمو د کنټرول توان لري؟ په ځواب کې په ښکاره ډول وویل چې دا ډله په بهر کې پټنځایونه لري.

دی وایي، "زه باور لرم چې په افغانستان کې دا مهال د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د دښمنۍ ناوړه حالت حاکم دی. طالبان په بهر کې داسې پټنځایونه لري چې هلته ځان تجهیزولای شي، خو افغان حکومت هغو ځایونو ته د رسېدو توان نه ‌لري. له وسله‌ والو ډلو سره په جګړو کې دا ستونزه تل شته."

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې سره سم، ټاکل شوې وه چې امریکايي پوځیان د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، خو ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۴مه اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سېپټېمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ شي.

تر نوموړي وروسته د ناټو اېتلاف عمومي منشي ینز ستولتنبرګ هم اعلان وکړ چې ناټو به خپل پوځیان په یاده موده کې له افغانستانه وباسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG