د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند او برازیل کې کورونا وایرس ګڼ خلک وژلي


په هند کې د کورونا وايرس له کبله د مړو شمېر دوه لکو ته رسېدلي
په هند کې د کورونا وايرس له کبله د مړو شمېر دوه لکو ته رسېدلي

په برازيل کې د کورونا وايرس له کبله د مړو شمېر څلورو لکو ته نژدې شوی دی.

په هغه هېواد کې د اپرېل پر ۲۹مه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس له وجې ۱۹ نور کسان مړه شوي چې ورسره د مړو مجموعي شمېر ۳۹۸،۱۸۵ ته رسېدلی.

په دې وروستيو مياشتو کې د محدويتونو نرمولو او د کوورنا وايرس نوی ډول دغه هېواد سخت ځپلي او په نورو لاطيني امريکايي هېوادونو يې فشار زيات کړی دی.

بل خوا نړيوالې ټولنې هند ته د کورونا وايرس پر وړاندې د مبارزي لپاره مرستې لېږلې دي.

په هند کې د کورونا وايرس له کبله د مړو شمېر دوه لکو ته رسېدلی او په يوه ورځ کې تر درو لکو زيات کسان په دې رنځ اخته شوي دي.

روغتياپالان وايي، کېدای شي چې د مړو او پر کورونا وايرس د اخته کسانو شمېره ډېره لوړه وي.

په هند کې د کورونا وايرس بحران کچې ملګرو هېوادونه دې ته اړ کړل چې په سمدستي توګه مرستې وکړي.

امريکا د اپرېل پر ۲۸مه د ۱۰۰ ميليون ډالرو زيات طبي سامانونو د لېږلو اعلان وکړ. په دې کې ۱۰۰۰ اکسيجن سېلنډرې، ۱۵ ميليون اين ۹۵ ماسکونه او يو ميليون ټيسټ کېټونه شامل دي.

کېدای شي چې د مړو او پر کورونا وايرس د اخته کسانو شمېره ډېره لوړه وي.
روغتیاپالان

سپيني ماڼې اسټرازېنينکا کمپنۍ ته د واکسين جوړولو ارډر هند ته ورکولو ويلي دي چې ترمخه يې ياده کمپني ته تر ۲۰ ميليون زيات د کورونا وايرس خوراکونه جوړولو اجازه ورکړل شوې ده.

بلخوا ميکسيکو پلان لري د روسي سپوتنيک پنځم واکسين په ځايي کچه جوړ کړي. همداراز بنګله ديش د چين او روسي واکسين په اصولې توګه د ورکولو منظوري ورکړې ده.

هند کې د مړو ښخولو او سوځولو ځايونه په کمېدو دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG