د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند ته د کورونا وایرس سره مبارزې لپاره نړيوالې مرستې روانې دي


په احمد اباد کې مېړه او مېرمن په کورونا وایرس د مړ شوي کورنۍ غړي پر مرګ ژاړي
په احمد اباد کې مېړه او مېرمن په کورونا وایرس د مړ شوي کورنۍ غړي پر مرګ ژاړي

د برتانیه د طبي مرستو لومړنۍ جوپه د اپرېل په ۲۷مه هند ته ورسېده. نوې دهلي ته رسېدلې الوتکه کې د ساه اخیستو سل او د اکسيجن ۹۵ دستګاوې شاملې دي چې د کورونا وایرس وهلو ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره به هسپتالونو ته سپارل کېږي.

ځینو نورو هېوادونو لکه امریکا، جرمني، ایرلېنډ او اسټرېلیا هم له هند سره د بیړنیو مرستو ژمنه کړې ده.

د امریکې د امنیت شورا همغږي کوونکي ویلي ولسمشر جوبایډن د هند له وزیراعظم نرېندرا مودي سره په وروستيو ټیلیفوني خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی چې امریکا به هر هغه څه ته چې هند اړتیا لري رسیدګي وکړي. فرانس هم اعلان کړی چې د اکسیجن د تولید اته دستګاوې هند ته ورلېږي.

د هند وزیراعظم نريندرا مودي پر ټويټر ليکلي‌چې په ګڼو ولسواليوو کې په بيړني دول د اکسيجن برابرولو کارخانې لګوي.

هندوستان چې د څه باندې یو بیلیون او درې نیم سوه میلیونو وګړو کور دی دا څو ورځې د اکسیجن له کمښت سره مخ دی. د کورونا وایرس ناروغانو ته کافي بسترونه نشته او د هندوانو د مړو د سوځولو پر ځايونو نمبر نه وي.

په هند کې په کرونا د ټولو اخته خلکو شمېر اتلسو میلیونو ته رسولی دی. د ورلډ میټرس انفو ویبپاڼې د شمېرو له مخې د کرونا له لاسه په هند کې د مړو شمېر له دوو لکو کسانو اوښتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG