د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا دفاع وزیر د پاکستان پوځ مشر سره پر افغان سولې غږېدلي


د امريکا دفاع وزیر لويډ اسټن
د امريکا دفاع وزیر لويډ اسټن

د امريکا دفاع وزیر لويډ اسټن د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باوجوه سره په افغانستان کې د امن او له ياد هيواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو تر څنګ په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان پوځ عامه اړيکو څانګې اې اېس پي ار د اپرېل پر ۲۸مه په خپل یو بیان کې ويلي، جنرل باجوه او لويډ اسټن په ټيلېفوني خبرو کې د سيمې پر امنيت، د افغان سولې او له ياد هيواد څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ترڅنګ په دوه اړخیزه همکارۍ خبرې وکړې.

د پنټاګون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اسټیڼ یو ځل بیا د امریکا او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانستان سولې له پروسې یې د پاکستان ملاتړ ستاینه وکړه.

تر دې وړاندې د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن هم په روانه مياشت کې له جنرل باوجوه سره په افغانستان کې د سولې په اړه ټیلېفوني خبرې کړې وې.

امریکايي چارواکو پر داسې وخت د پاکستان پوځ له مشر سره خبرې کړې دي چې ياد هيواد له افغانستانه خپل پوځ د اېستلو بهير پیل کړی دی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د اپرېل پر ۱۴مه اعلان کړی ول چې امريکا به د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې وړاندې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG