د لاسرسي ځای

تازه خبر

تمه ده پاکستان به طالبان سولې ته وهڅوي: داوودزی


عمر داوزي پاکستان ته خپل سفر ګټور بللی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:09 0:00

عمر داوودزي پاکستان ته خپل سفر ګټور بللی

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی وايي تمه ده چې پاکستان به طالبان له افغان دولت سره د سولې دوامداره خبرو ته راضي کړي.

عمر داوودزي دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۶مه، په اسلام اباد کې له مشال راډيو ته په یوې ځانګړې مرکې کې وکړې.

نوموړي پاکستان ته په خپل څو ورځني سفر کې له مهمو پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونه وکړل او ورسره یې د افغان سولې د پروسې په اړه خبرې اترې درلودې.

نوموړي مشال راډیو ته وويل، پاکستانيو چارواکو ته دا خبره ورسوله چې افغانان په خپل هیواد کې د سمدستي اوربند تمه لري او دا تمه یې هم ده چې پاکستان دې د خپل اثر ورسوخ په کارولو سره طالبان دې ته قانع کړي چې له افغان دولت سره د خبرو مېز ته دوامداره کېني.

بلخوا د پاکستان سرکاري راډيو د فبرورۍ په ۲۵ خبر ورکړ چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان ولسمشر له ځانګړي استازي سره په خبرو کې د افغانستان له سولې پروسې سره د پاکستان پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:59 0:00

عمر داوودزی د فبرورۍ پر ۲۶مه، پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر په داسې وخت پای ته ورساوه چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتي ټيمونو له نېږدې پنځو اوونیو ځنډ وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه سره وليدل.

د سولې مذاکراتي ټیمونو په داسې وخت سره وکتل چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه کېدل.

عمر داوودزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پاکستان ورته ویلي چې پر طالبانو کنټرول نه لري خو اثر ورسوخ یې پرې شته. نوموړي وویل، له پاکستانه یې غوښتي چې د هماغې اثر او اغېز پر استعمالولو دې طالبان خبرو او اوربند ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG