د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره د پاکستاني وزیراعظم استازی کابل ته تللی


محمد صادق په دوه ورځني سفر کابل ته تللی دی - د ارشیف انځور.
محمد صادق په دوه ورځني سفر کابل ته تللی دی - د ارشیف انځور.

د افغانستان د سولې لپاره د پاکستاني وزیراعظم ځانګړی استازی محمد صادق د اپرېل پر ۲۵مه په دوه ورځني سفر کابل ته تللی دی.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د صادق په مشرۍ لوړپوړی پلاوی به له افغان چارواکو سره د سولې، امنیت او دوه اړخیزو مسلو په اړه بحث وکړي.

نوموړی له هغه وروسته د کابل په سفر دی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ پر پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان د ابادۍ او ویجاړۍ تر منځ دې یو انتخاب وکړي.

وړمه ورځ د ترکیې په کوربتوب د پاکستان،افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه هم شوې وه.

په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا د افغان سولې لپاره د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.

نوموړي ویلي ویلي وو چې دا درې اړخیزه غونډه په داسې مهم وخت کې شوې چې د افغان سولې پروسه حساس پړاو ته داخله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو سره سره تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

افغان امنیتي چارواکي طالبان تورنوي چې په تېرو نېږدې دوو اوونیو کې تر ۲۴۰ زیاتو افغان ملکیانو ته مرګ-ژوبله اړولې ده. د دوی په وینا، په دې کې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۰ ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند سید حامد روشن د اپرېل پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، "د طالبانو له خوا په مختلفو انتحاري، مقناطیسي او هدفي وژنو کې زموږ شاوخوا ۶۳ ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په شمول شهیدان شوي او ۱۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې طالبانو په تېرو ۱۰ ورځو کې پنځه ځانمرګي بریدونه او ۶۲ بیلابیلې چاودنې کړي دي.

افغان چارواکي وايي د طالبانو د دغو بریدونو په ځواب کې افغان پوځیانو د دې ډلې یو شمېر لوړپوړي قومندانان او وسله وال وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په خپل ټوېټر باندې د افغان امنیتي چارواکو څرګندونې رد کړي او ادعا یې کړې چې دوی د ملکیانو پر ضد هېڅ برید نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG