د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د امریکا په بېړه وتل به ویجاړوونکو ته موقع ورکړي: پاکستان


افغانستان کې ځېنې امریکايي سرتېري. ارشيف-انځور
افغانستان کې ځېنې امریکايي سرتېري. ارشيف-انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د منظم او با مسولیته وتلو ملاتړ کوي.

د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري وایي، د بهرنیو پوځیانو په بېړه وتل به ویجاړوونکو یا ګډوډوونکو کسانو ته د فعالیت موقع برابره کړي.

نوموړي د اپرېل پر نهمه په اسلام اباد کې د خپلې اونیزې خبري ناستې پر مهال وویل چې افغانستان تېر کال د سولې په برخه کې ښه پرمختګونه کړي او په خبره یې دا باید وساتل شي او لا پیاوړي شي.

د جنورۍ میاشتې پر ۲۲مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي ویلي و، د امریکا ولسمشر جو بایډن باید له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ روانه وساتي.

له افغانستانه تر راتلونکو ۲۰ ورځو د امریکایي ځواکونو وتل، هغه موضوع ده چې د طالبانو او امریکا د دوحې په هوکړه کې یې یادونه شوې ده.

که څه هم طالبان د امریکا له خوا د دغې ژمنې پر عملي کولو ټینګار کوي، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي تازه ویلي، دا مهلت ستونزمن دی او ژر به یې ولسمشر جو بایډن په اړه پریکړه وکړي.

ساکي زیاته کړې، "د ولسمشر د پرېکړې تر اعلان وړاندې زه څه نه ‌وایم. تمه لرم چې د مې تر لومړۍ نېټې وړاندې ‌یې په خپله له ولسمشره واورئ."

د دې په وینا، هغه په ښکاره او دوامدار ډول ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې د ځواکونو ایستل عملاً ګران کار دی.

د جین ساکي په وینا، دا ضرب‌الاجل [د ډونلډ ټرمپ] پخوانۍ ادارې ټاکلی و.

په دوحه کې د طالبانو ویاند محمد نعیم د اپرېل پر نهمه ناوخته مشال راډیو ته وویل، دوی له امریکایي چارواکو سره د دوحې تړون پر عملي کولو وخت ناوخت خبرې کوي.

نوموړي وویل چې د افغانستان د مسلې هواری د همدې هوکړې په عملي کولو کې دی.

په ظاهره افغان حکومت هم د بهرنیو ځواکونو مسولانه وتل غواړي.

تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني د یو شمېر ولایتونو له مشرانو سره په یوه غونډه کې وویل، نړیوال متحدین یې باید د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو ضمانتونه ورکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG