د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې وسله والو یو ځايي خبریال وژلی


دا په داسې حال کې ده چې د د اپرېل پر ۲۱ مه د کوټې سیرینا هوټل د موټرو په تمځي - پارکینګ - کې یوې چاودنې پنځه تنه وژلي او ۱۲ نور یې ژوبل کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د د اپرېل پر ۲۱ مه د کوټې سیرینا هوټل د موټرو په تمځي - پارکینګ - کې یوې چاودنې پنځه تنه وژلي او ۱۲ نور یې ژوبل کړي وو.

د بلوچستان د مرکز کوټې پولیسو د اپرېل پر ۲۵مه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې وسله والو یو ځايي خبریال په ډزو وژلی دی.

خبرپاڼه لیکي چې د ازادي نیوز ورځپاڼې خبریال عبدالواحد ریسانی د اپرېل پر ۲۴مه ماښام د کوټې په قمبراني سړک وسله والو وویشت او ژوبل یې کړ چې وروسته یې په هسپتال کې ساه ورکړه.

بلخوا د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې د خبریال عبدالواحد ریساني د وژنې غندنه کړې او له حکومته یې د هغه د قاتلینو زر تر زره نیولو او عدالت ته وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان خبریالانو سازمان (بلوچستان یونین اف جرنلسټس) جنرل سېکرټري فتح شاکر د اپرېل پر ۲۵مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې حکومت د ولس د ځان او مال په خوندي کولو کې ناکامه شوی دی.

نوموړي له حکومته غوښتنه کړې ده چې خبریالانو ته دې تحفظ ورکړي.

د بلوچستان پر حکومت تر دې وړاندې هم د اپوزېشن ګوندونو له خوا داسې نیوکې شوي دي خو هغوی یې ردوي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني تر دې وړاندې له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د دوی په حکومت کې حالات د پخوا پرتله ښه شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د عبدالواحد ریساني په وژنه کې څوک لاس لري خو د کوټې پولیسو ویلي چې د نامعلومو کسانو پر ضد یې رپورټ درج کړی او تحقیقات یې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د د اپرېل پر ۲۱ مه د کوټې سیرینا هوټل د موټرو په تمځي (پارکینګ) کې یوې چاودنې پنځه تنه وژلي او ۱۲ نور یې ژوبل کړي وو.

د هغې پېښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

XS
SM
MD
LG