د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو خوندي وتلو ته کار کوو: مککنزي


په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مککنزي
په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مککنزي

د امریکا د پوځ یو لوړپوړی قوماندان وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو خوندي او منظمو وتلو ته کار کوي.

په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مککنزي وايي: "موږ له خپلو کورنیو ادارو او نړیوالو متحدانو سره په ګډه کار کوو، موږ به له افغانستانه په منظم او خوندي ډول د خپلو ځواکونو او نورو متحدانو د پوځیانو وتلو ته هر ډول اقدامات وکړو."

مککنزي وایي، تراوسه یې د افغانستان له کوم ګاونډي سره موافقه نه ده کړې.

جنرال مککنزي دا خبره د اپرېل پر ۲۰مه د کانګرس غړیو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به ایا امریکا د ترهګرو د ځپلو لپاره په سیمه کې اډه ولري؟

ده وویل، د ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات سخت وي، خو بې امکانه به نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG