د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی


د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو يو مهم نظامي قوماندان نیک محمد رهبر رهبرمل د پېښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی
د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو يو مهم نظامي قوماندان نیک محمد رهبر رهبرمل د پېښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی

د ننګرهار والي وايي، د وسله والو طالبانو یو مهم نظامي قومندان په پېښور کې وژل شوی.

ضیاالحق امرخیل دا خبره د اپرېل پر ۱۹مه ماښام په یوه بیان کې کړې ده.

هغه زیاته کړې، د ننګرهار لپاره د طالبانو دا نظامي قومندان مولوي نیک محمد رهبرمل و چې د اپرېل پر ۱۹مه ناوخته پرې د پېښور حاجي کمپ سیمه کې برید شوی.

امرخیل دا هم ویلي چې د مولوي نیک محمد په وژنې سربېره بریدګرو د هغه دوه ملګري چې یو یې د ښاري شبکې مسوول عزیزالله مشهور په مصطفی و ټپیان کړي دي.

په افغانستان کې ګڼو رسنی راپور ورکړی چې مولوي نیک محمد د ننګرهار لپاره د طالبانو نظامي قومندان و او عزیزالله هم چې په مصطفی مشهور و په ننګرهار کې د دې ډلې د استخباراتو ښاري شبکه رهبري کوله.

وسله والو طالبانو تر دې دمه دا خبره رد یا تایید کړې نه ده.

لا معلومه نه ده چې پر دغو طالبانو چا برید کړی او نه یې کومې ډلې مسوولیت پر غاړه اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG