د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال پاکستان کې د هستوګنې موده غځول غواړي


پاکستان کې مېشت افغان کډوال(ارشیف)
پاکستان کې مېشت افغان کډوال(ارشیف)

په پاکستان کې مېشت راجسټرډ افغان کډوالو د هستوګنې موده د روانې مياشتې پر۳۰مه پای ته رسېږي.

د پنجاب د قمر مشاني سيمې د افغان کډوالو مشر قدالي خان ځدران د جون پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل، نه خو يې په ملک کې د امنيت وضعه دومره ښه ده او نه پکې د کار روزګار موقعې شته پاکستان حکومت دې د کډوالو دا ستونزې په نظر کې وساتي او پاتې کېدو په موده کې دې ورله د شپږو مياشتو يا کال پر ځای پنځه کاله اضافه وکړي.

د نوموړي په وينا پاکستان کې د اوسېدو پنځمه لسيزه پیل شوې ده نو ياد حکومت سره د نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي چې دوی د پاتې کولو او يا بيرته ليږلو حوالې سره دې څه حتمي فيصله وکړي چې په يو ځای کې په سکون سره خپل پاتې ژوند تير کړي.

بلخوا د پاکستان سیفران وزارت وايي، د جون پر۲۳مه يې د وفاقي کابينې غونډې ته کډوالو د پاتې کېدو موده غځولو لپاره سمري وړاندې کړې ده او دې لړ کې حتمي فيصله به کابينه کوي.

ملګري ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه دا مهال ۱۴ لکه پورې رجسټرډ افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې زيات شمېر يې په خېبر پښتونخوا کې مېشت دي.

د یادې ادارې په پاکستان کې وياند قېصر اپرېدي د جون پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل، د رجسټرډ افغان کډوالو د ايساريدو موده غځولو لړ کې له پاکستان حکومت سره خبرې روانې دي او هيله ده چې وفاقي کابينه به د ۳۰م جون وړاندې فيصله وکړي.

د دې پښتنې په جواب کې چې حکومت لخوا ورته څه ويل شوي چې د کډوالو د ايساريدو موده به د نور څومره وخت لپاره غځوي قېصر اپرېدی وايي نه له ياد حکومت لخوا ورته تروسه داسې څه نه دي ويل شوي چې پاتې کېدو موده به ورله د نور څومره وخت لپاره غځوي.

مشال راډيو چې کله دا پوښتنه د سيفران وفاقي پارلېماني سيکتر اقبال اپرېدي وکړه نو نوموړی وايي، دا اختيار خو وفاقي کابينې سره دی او هغوی چې څه فيصله وکړه هغه به حتمي وي خو دا خبره په ډاګه کول غواړي چې حکومت به يې په زوره يو کډوال هم له ملکه نه وباسي.

د ۱۴ لکه رجسټرډ افغان کډوالو علاوه په ۲۰۱۷م او ۲۰۱۸م کلونو کې د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې نادرا او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې په ګډه سره شاو خوا نهه لکه پورې نور کډوال رجسټرډ کړل، دې ترڅنګ د سیفران وزارت وايي پنځه لکه زيات کډوال په غېر قانوني توګه هم په پاکستان کې مېشت دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG