د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له م م د افغان کډوالو لپاره مرسته غوښتې


پېښور کې د افغان کډوالو یو پنډغالی
پېښور کې د افغان کډوالو یو پنډغالی

پاکستان وایي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په پاکستان کې میشت ۱.۶ میلیونه افغان کډوال د مرستو له پلانه بهر ساتلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جون پر نهمه په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته ویلي چې یو اېن اېچ سي ار د کورونا وبا پر مهال په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو لپاره له نړیوالو د شل اعشاریه شپږ میلیونه ډالره مرستې غوښتي دي.

نوموړي زیاته کړی چې دا مرستې یوازی د ۱.۴ میلیونه راجسټر افغان کډوالو لپاره دي او ۱.۶ میلیونه غیرراجسټر کډوال د دې مرستو له پلانه بهر ساتل شوي دي.

قریشي ویلي په پاکستان کې لوی شمېر افغان کډوال ژوند کوي، خو حکومت ته يې په بدل کې له یو اېن اېچ سي اره ډېره لږه مرسته ورکول کېږي.

شاه محمود قریشي په نړیوالو غږ کړی چې د کډوالو مرستې لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مناسبې پنګې ورکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG