د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاټا کې امنیت ساتل د سرکار که د ولس کار دی؟


د جمرود اوسېدونکو او مشرانو انتظامیې ته وویل، دوی به د امنیت ټینګښت لپاره له ادارو سره ملاتړ کوي خو د دوی کورونه دې نه ړنګول کېږي.

د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل انتظامیې او امنیتي چارواکو په جمرود کې د یوې جرګې پر مهال ولس ته وویل چې په خپلو سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او په دې لړ کې دې له انتظامیې سره مرسته وکړي.

په فاټا کې امنیت ساتل د سرکار که د ولس کار دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

چارواکو وویل، که د سیمې اوسېدونکي د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلل او یا هم د ناامنۍ پېښه وشوه نو د پېښې له ځای سره په ۳۰۰ مربع ګزه سیمه کې د اجتماعي ذمه وارۍ تر لاندې به د اوسېدونکو کورونه ړنګول کېږي، د هغه ځای اوسېدونکي به نیول کېږي، د ملکانو او مشرانو مراعات به بندول کېږي او هغه کس چې وسله والو ته یې پناه ورکړې وې هغه به له سیمې ویستل کېږي.

د جمرود اوسېدونکو او مشرانو انتظامیې ته وویل، دوی به د امنیت ټینګښت لپاره له ادارو سره ملاتړ کوي خو د دوی کورونه دې نه ړنګول کېږي.

د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې کوربه پامیر ساحل په نننۍ خپرونه کې د دې پوښتنې ځواب مالومولو هڅه کوو چې په ۲۰۱۱ز کال کې د اېف سي ار په قانون کې تر ترمیم وروسته انتظامیه ولې داسې خبرداري ورکوي؟

XS
SM
MD
LG