د لاسرسي ځای

تازه خبر

حب: د فوټبال لوبه کې چاودنې لس تنه ژوبل کړي


د بلوچستان په حب ښار کې د فوټبال په يوه لوبغالي کې چاودنې د لوبغاړو په ګډون لس تنه ژوبل کړي دي.

د مشال راډيو خبريال وايي چاودنه د نهې/سېشنبې مازيګر هغه مهال وشوه کله چې په یوه لوبغالي کې پایلوبه کېدله. د پېښې ژوبل کسان د حب او کراچۍ روغتونونو ته وړل شوي دي.

د لسبېلې پولیسو اېس اېس پي طارق الاهي رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه د فوټبال په یوه میدان کې د ناڅرګنده کسانو له لورې د اېښودل شوي بم له امله شوې ده. البته نوموړي ویلي دي چې د لا نورو پلټنو وروسته به معلومه شي چې د چاودنې ترشا څوک لاس لري.

په بلوچستان صوبه کې له تېرو څه نه څه ۱۵ کلونو راهیسې ناامنیو او چادونو ګڼو ولسي وګړو او سرکاري اهلکارانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. که څه هم په دغه صوبه کې بلوڅ ازادي غوښتونکي او ځنې نورې تندلارې مذهبي ډلې فعالې دي خو د ډېری بمي چاودنو د سراغ او سرغنه پته و نه لګېدله.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG