د ايران بهرنيوو چارو وزیر جواد ظريف ويليچې په نطنز ايټمي مرکز کې د بجلۍ پرې کېدو غچ به واخلي. ظرف د اپرېل په دولسمه سرکاري ټيليويژن سره په خبرو کې که څه هم کوم شواهد وړاندې نه کړل خو زیاته یې کړه چې د دې کار تر شا د اسرايلو لاس دی.
ظريف وويل: ((دوی په ښکاره ويلي چې د دې (د يورانيمو غنيکولو) اجازه به ورنه کړي. خو موږ به له يهودانو د دې بدل اخلو.))
د اپرېل په يوولسمه د ایران په په نطنز ايټمي مرکز کې بجلي پرې شوې وه چې په مبیینه ډول د اسرايلو له خوا د ګډوډۍ يو مشکوک عمل بلل شوی دی. د ایران د ايټمي انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي د اپرېل په ۱۱مه دا کار ايټمي ترهګري بللې ده. هغه پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې د دې ګواښ په وړاندې ودرېږي.
علي اکبر صالحي دا ونه ویل چې د دې مشکوکې تخریب کارۍ او لاملونو تر شا د چا لاس دی خو زیاته یې کړه چې ایران د ورانکارو پر ضد د ګامونو اخیستو حق لري.
په همدې حال کې د اسرايلو کان پبلک راډيو د استخباراتي سر چينو په حواله وايی چې د دې سايبر برید تر شا د اسرايلو د استخباراتي ادارې موساد لاس دی. امریکا ي ورځپاڼې نيو یارک ټايمز د امریکايي او اسرايلي استخباراتي چارواکوله قوله په يو راپور کې د دې تر شا د اسرايلو د لاس لرلو په تفصيل کې وايي چې یوې لويي چاودنې د یورېنيمو غني کولو ځمکلاندې بټيو يا سنټرفيوزونو ته د بجلۍ رسېدو نظام له منځه ويوړ.
تر دې یوه ورځ مخکې ايران ويلي وو چې په چټکۍ سره یې د يورېنيمو غني کول پېل کړې دي. د استخباراتيچارواکو په وينا پر نطنز اېټميمرکزي ته د بجلي قطع کېدو د ايران د يورانيمو غني کولو کار نهه مياشتې شاته کړی دی.