د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کندهار هوايي مېدان د طالبانو برید پارونکی دی: امریکا


د امريکې دفاع وزارت (پينټاګان)
د امريکې دفاع وزارت (پينټاګان)

د امریکا دفاع وزارت پر کندهار هوايي ډګر د طالبانو د توغنديوو برید غندلی او وايي دا ډول حملې به تاوتریخوالی زیات کړي.

پينټاګان دا برید پارونکی بولي او زیاتوي دا ډول پېښې د افغانستان د سولې خبرې له ماتې سره مخ کولای شي. د پينټاګان ویاند جان‌کربي وايي دا توغندي له هوايی ډګر لېرې پرېوتي او مرګ‌ژوبله نلري خو زیاتوي:"موږ تل خپلو سرتېرو ته له ځان څخه د ساتنې یا دفاع حق لرو خو په افغانستان کې اوس‌مهال زموږ ټول تمرکز پر ډیپلوماټیکو هڅو راڅرخي څو هڅه وکړو چې دا روانه جګړه له سیاسي لارې پای ته ورسوو."

که څه هم د کندهار هوايي ډګر ټول مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی خو د پينټاګان د معلوماتو پر بنسټ، هلته اوس هم د ناټو د پوځیانو سربېره ۷۰۰ امریکايي پوځيان شته دی.

د "AIR FORCE MAGAZINE" یا د هوايي ځواک امریکايي مجله لیکي کندهار هوايي ډګر د امریکا او ناټو لپاره مهم پوځي مرکز یادېږي چې په کې یې د A-10, F-16s,E-11s,C-130s,KC-135s په څېر مهمې جنګي او ټرانسپورټي الوتکې ځای پر ځای دي.

دا په روانه میاشت کې په خوست کې له برید وروسته، دویمه حمله ده چې طالبان یې پر هغو پوځي مرکزونو کوي، چې بهرني پوځيان پکې مېشته دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اپرېل په اتمه ازادي راډیو ته ويلي‌چې کندهار هوايي ډګر یې ځکه په نښه کړی چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوی په جګړه مارو د هوايي بریدونو لپاره الوتکې له همدې ځایه پورته شوې وې. "که بریدونه کوي باید مسوولیت ومني. موږ ته مهمه نه ده چې هلته څوک مېشت دي او څوک نه. "

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال په فرورۍ کې شوې هوکړې وروسته، له افغانستانه نیزدې ۱۲زره امریکايي عسکر ووتل. او اوس یوازې ۲۵۰۰ تنه پاتې دي. د هوکړې ترمخه د دې ځواکونو د وتلو نېټه د مې میاشتې لومړۍ ده. خو امريکايي‌ولسمشر جوبايډن ويلي چې د دې ضرب الاجل یا ډيډلاين پوره کول به مشکل وي.

پر دې سربېره، په افغانستان د ناټو نږدې ۱۰زره نور پوځيان هم شته چې د افغان ځواکونو په روزنه او تجهیز بوخت دي. موده وړاندې جرمني هم په افغانستان کې خپل پوځي شتون لس میاشتې نور وغځاوه.

XS
SM
MD
LG