د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ټاکلې وروستۍ نېټې د امریکايي ځواکونو وتل ګران دي: بایډن


د افغانستان کاپیسا ولایت په غرونو کې د امریکايي ځواکونو یوه مورچه
د افغانستان کاپیسا ولایت په غرونو کې د امریکايي ځواکونو یوه مورچه

د امریکا ولسمشر جوبايډن ويلي، دا به له تاکتيکي پلوه ډېره ګرانه وي چې د مې تر لومړۍ نېټې تر ټاکلې وروستۍ نېټې دې د امريکا ټول عسکر له افغانستانه وباسي، خو نوموړي زياته کړې، دی اراده نه لري چې هلته وروستي ۲،۵۰۰ امريکايي عسکر تر اوږدې مودې وساتي.

بايډن د ولسمشر په توګه د مارچ پر ۲۵مه نېټه (پرون) په سپينه ماڼې کې په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وويل، ''موږ به وځو، خو پوښتنه دا ده چې کله به وځو؟''

د امريکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت او افغان طالبانو په قطر کې د ۱۸ میاشتو خبرو په پای کې د تېر کال (۲۰۲۰ز) د فېبرورۍ پر ۲۹ نېټه يو تړون لاسليک کړ چې پر اساس به یې ټول امریکايي عسکر د سږ کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي او په بدل کې یې طالبانو ضمانت ورکړی و چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي او بهرنيو ترهګرو ته به ځای نه ورکوي.

طالبانو دا ژمنه هم کړې وه چې له افغان حکومت سره به د اوربند او د يو ګډ حکومت رامنځ ته کولو په اړه مذاکرت کوي خو د سولې بين الافغاني خبرې ولاړې دي. په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ناټو ماموريت دا مهال ۹،۶۰۰ عسکر لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG