د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "امنيتي وجوهاتو له کبله" کابل ته د پاکستان پارليمان پلاوي سفر وځنډيد


د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر چې د خپل پلاوي‌مشري يې کوله
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر چې د خپل پلاوي‌مشري يې کوله

د پاکستان پارليماني پلاوي کابل ته هغه سفر ځنډیدلی دی چې د اپرېل د اتمې لپاره پلان شوی وو.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د اپرېل پر اتمه، په ټوېټر پاڼه ليکلي چې د قامي اسمبلي سپيکر اسد قيصر په مشرۍ د ۱۶ کيسزه پارليمانی پلاوي الوتکې ته په کابل کې پر هوايي‌مېدان د امنيتي وجوهاتو له کبله د کښېناستو اجازه ورنه کړل شوه.

هغه زياته کړه چې د دې سفر لپاره به نوې نېټه به د دواړو خوا تر سلا وروسته ټاکل کېږي. د پاکستاني پلاوي مشر او د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر هم پر ټويټر ليکلي چې د امنيتي‌وجوهاتو له کبله د کابل هوايي‌مېدان بند وو نو ځکه یې سفر وځنډيد. خو هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي. البته نن (د اپرېل په اتمه) په کابل کې د بهرنيوو ځواکونو په يو بيان کې راغلي چې کيندونکې‌ ډلې هغه ناچاودلې اله موندلې چې له ډېر وخت راهیسې دغلته ښخه خو له رن وې ليرې وه. د خبرپاڼې ترمخه د ترکي پوځ د ماينونو پاکولو ماهرينو دا په خوندي‌توګه ناکاره کړه او لږ وروسته د الوتکو پروازونه بيا پېل شول.

د پاکستان پارليماني پلاوي د افغانستان ولسي جرګې په رسمي بلنه د کابل سفر کاوه. تر دې مخکې د دې جرګې مشر میر رحمن رحماني په مشرۍ د افغان پارليمان استازو پاکستان ته سفرونه کړي ول.

د اپرېل په ۷مه د افغانستان بهرنيوو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان سفیر منصور علي خان سره ملاقات کړی وو. د بهرنيوو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلې چې دواړو د تجارت، امنيت، د سولې په بهیر او نورو اړيکو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG