د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د غیرمسوله وسله والو قوماندان علیپور قرارګاه نیولې


عبدالغني عليپور
عبدالغني عليپور

افغان چارواکي وایي د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې یې د ځایي غیر مسوله وسله والو قوماندان عبدالغني عليپور قرارګاه نیولې ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځمي پلي لوا د رسنیو دفتر د اپرېل په اوومه ماښام مهال په یوه خبرپاڼه کې وويل چې د علیپور قرارګاه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې نیول شوې ده.

دغو ځواکونو د اپرېل پر اوومه د بهسود ولسوالۍ په حصه اول کې په همدې هدف ځانګړي عملیات پیل کړي ول. په خبرپاڼه کې په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.

قوماندان علیپور چې په شمشیر هم مشهور دی، شاوخوا درې اوونۍ دمخه منلې وه چې د ده وسله والو د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ يو هيلي کاپټر ويشتلی او غورځولی وو. په دې پېښه کې د څلورو پیلوټانو په ګډون ۹ تنه پوځيان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG