د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار په دره نور کې ۲۰۰۰ کورونو ته ۳۴۰ کيلو واټه بجلي ورکړل شوه


د ننګرهار چارواکي وايي، دا لمریزه برېښنا به دوه زره کورنیو ته برېښنا ورسوي.

د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دره نور ولسوالۍ په شميل سیمه کې یې د جنوبي کوریا په مرسته ۴.۴ ميلیونو ډالرو په ارزښت ۳۴۰ کیلو واټه د اوبو او لمرينه بجلي ګټه اخیستو ته وسپارل شوه.

په همدې موخه د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل له نورو ګڼو مسوولینو او د ولس د استازو په ملتیا د اپرېل په پینځمه نېټه د دره نور ولسوالۍ شيمل سیمه ته ولاړ او یاده لمریزه برېښنايي پروژه يې پرانیسته.

دره نور ولسوالۍ شيمل سیمه
دره نور ولسوالۍ شيمل سیمه

امرخېل وویل، دا لمریزه برېښنا به دوه زره کورنیو ته برېښنا ورسوي: "په دې پروژه کې ۲۰۰کیلو واټه لمریزه او ۱۴۰ کیلو واټه د اوبو څخه تولید شوې برېښنا شامله ده چې د دې ولسوالۍ په اته کلیو شيمل، کندک، چيوال، لمټک، مجکنډول، لاګايک، ستن او بمبه کوټ کې به دوه زره کورونه، يو ديرش جوماتونه، اووه ښوونځي، دوه کلينيکونه او شل وړې فابريکې د برېښنا له نعمت څخه ګټه واخلي."

دره نور ولسوالۍ شيمل سیمه
دره نور ولسوالۍ شيمل سیمه

د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د پروګرامونو مرستيال وزیر پوپل حبيبی وويل، د دې پروژې ساتنه او ترميم د يو کال لپاره تطبيقوونکی شرکت په غاړه لري او ژمنه يې وکړه چې دا پروژه به لا غښتلې او پراخه کړي.

نوموړي وړاندې وویل:"دا پروژه د دره نور ولسوالۍ لپاره يوه حياتي پروژو ده چې په دې ولسوالۍ کې به توليدي چارې ګړندۍ شي او د دې ولسوالۍ توليدات به پر هېواد سربېره نړیوال بازار هم پيدا کړي."

د جنوبي کوریا د مالي مرستې تر څنګ دا پروژه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په هلو ځلو بشپړه شوې ده. د دې ادارې مرستیالې سورايو بوزوروکوا خوښي وښوده، چې د دې سيمې خلکو ته د برېښنا زمينه برابره شوه او ژمنه يې وکړه چې د کليوالي انرژۍ په برخه کې به نورې پروژې هم تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG