د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د مېوې او سبزې نوې منډۍ پرانستل شوه


په جلال اباد ښار کې په شخصي پانګونه د میوې او سبزي منډۍ ګټې اخېستنې ته پرانستل شوه. دغه منډۍ په شل جریبه ځمکه جوړه ده، درېنيم سوه دوکانونه لري او درې ملیونه ډالر پرې لګښت راغلی دی.

سره له دې چې په جلال اباد ښار کې له اوږدو کلونو راهيسې د تازه مېوي او سبزي مارکېټ فعال دی، خو کابو دوه کاله وړاندې چې د ښار لمرخاته لور ته د اکمالاتي بېز په ساحه کې په شل جریبه ځمکه د مېوې او سبزي مارکېټ جوړ شوی و، لا هم بند پروت و چې د دوشنبې په ورځ د ولایتي شورا د یو شمېر استازو او د جلال اباد ښار د اصنافو اتحاديې په لاسونو ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.



د خصوصي سکتور يو تن پانګوال عزت الله چې په دغه منډۍيې لګښت کړی، وايي چې دوه کاله وړاندې د منډۍد ودانۍ چارې سر ته رسېدلې وې، خو د مافیايي کړيو له امله يې پرانسته ځنډېدلې وه:

((درې ميليونه ډالر مې په دې منډۍلګولي دي، شل جریبه کې جوړه ده، یخې خونې هم لري، برېښنا په کې څلورويشته ساعته ده. جومات په کې شته، فرش يې پوخ دی، برنډې هم لري، د اوبو سستم په کې شته، تقریباً درې نيم سوه دوکانونه په کې دي. دوه کاله د مافیايي کړيو له لاسه دا همداسې بند پاتې وه افتتاح يې راته نه کوله.))



د ننګرهار ولایتي شورا استازي اجمل عمر په خپلو خبرو کې وویل، تر دې وروسته مافيايي کړۍ نه شي کولای چې ولسونو په انحصار کې وساتي:

(( د انحصار هغه کړۍ مو نن ماته کړله، چئ ټول ننګرهار يې کلونه کلونه په انحصار کې ساتلی و. هغه افغانان چې پخوا يې په پاکستان کې سرمایه کاري کوله، خوشبختانه هغه نن خپل وطن ته راغلل او په ننګرهار کې يې د خبل ولس د ورونو سره کاروبار شروع کړو.))

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د دهقاني کوپراتيفونو مشر زمری احمدزی وايي چې د دې منډۍپه جوړېدو به بزګرانو وکولای شي چې خپل تولیدات په رقابت سره وپلوري:

((د سبزي منډۍد ښار په داخل کې وه. له اطرافو نه به چې کومه سبزي راوړل کېدله، کرایه به يې يوه په دوه وه، وخت به يې نيولو، سبزي به خربېدله، دا د ښار په څنډه کې دی، دهقانانو ته يې دېره فایده رسېږي، په ځانګړې توګه هغه دهقانان چې حاصلات له خپل پټي نه راوړي، یو خو ژر رارسېږي او بل دا چې د شل دېرش زره کورنيو لپاره حلال رزق برابرېږي.))

د ګل نظر په نوم یو تن چې په دغه منډۍکې يې دوکان نيولی وايي چې شل تنه نور به له ځانه سره په کار ولګوي:

(( ما کوشش وکړو چې په پخواني منډۍکې یو دوکان ونيسم، خو کله چې به ورغلم، داسې قیمت به راته وویل شو، چې زما په وس کې به نه وه. اوس چې مې دلته دوکان نیولی، نو زه به شل کسان نور هم له ځانه سره په کار ولګوم.))



د ذکر وړ ده چې د جلال اباد ښار پينځه ناحيه چې د ښارمغربي څنډې ته موقعیت لري، له پځوا نه په کې د تازو مېوو او سبزي منډۍفعاله وه چې په ښار کې د ګڼې ګوڼې له امله به کروندګرو پر وخت بولۍ ته خپل تولیدات نه شو رسولی، د جلال اباد ښار د اصنافو اتحاديي مسوولین وايي چې د نوي منډۍپه پرانستو سره به د کروندګرو ډېرې ستونزې هوارې شي.

XS
SM
MD
LG