د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د بريښنا دویم سب سټیشن فعال شو


ننګرهار کې د ۴ نيم ميليونه ډالرو په لګښت د برېښنا (بجلۍ) يو سب ستيشن له جوړيدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. د بريښنا چارواکي وايي چې د دې سب سټیشن د فعاليدو له امله به د جلال اباد ښار د بريښنا ستونزه اتیا په سلو کې اواره شي.

ننګرهار ته دنغلو بند څخه دلېږدول شوې برېښنا وېش لپاره دننګرهار سره رود ولسوالۍ غوچکو سيمه کې دهميشه بهار په نوم د۲۰ ميګاواټه برېښنا جذب لپاره دغه جوړ شوي دوه يم سب ستيشن په ۸ مياشتو کې نصب اوګټې اخیستنې ته چمتو شو.

د ننګرهار د بريښنا شرکت ريس اينجينر محب الرحمن مومند وايي چې په دې سب سټيشن سره به د بريښنا پارچاوي يا لوډشوټنګ کې په کافي اندازه کمی راشي.

(( د دې ټرانسفرمر لپاره موږ مخکې له مخکې نه تياره شبکه سازي کړې ده. هغو منطقو ته چې موږ برق ورکوو يا تعویز کوو يې، د دې ټرانسفرمر په نصب سره به د ډورنټي په بريښنا کې پارچاوي ختمه شي او هم به د نغلو څخه په راغلې بريښنا کې پرچاوي ختمه شي.))


په ننګرهار کې د صنعتکارو لپاره هم دوه ښارګوټي له تيرو دريو کلونو راهيسې بيل شوي چې لا هم په کې صنعتکارو خپلې کارخانې د بريښنا د نه شتون له امله نه دي دورلي. خو ښاغلی مومند وايي چې په راتلونکو دوه مياشتو کې به په هغې سب سټيشن هم کار پيل کړي چې صنعتکارو ته ځانګړی شوی دی.


(( د صنعتکارانو لپاره يو مستقل فيډر دی چې ۲۳ کارخانې فعلاٌ لپاره په دې فيډر کې اماده دي او دا فيډر راسن هماغو صنعتکارانو ته ورغلی دی. او د حمل د مياشتې وروسته به په دې فیډر کې موږ پينځه میګاواټه بريښنا ورکوو او په خوا کې موږ بل شل ميګاواټه ټرانسفرمر ايښی دی، موږ به د دې انسټاليشن وروسته دستي شروع کوو او شل ميګاواټه به بل نصبوو.))

د جلال اباد ښار اوسیدونکي خوشاله دي چې د نوي سب سټيشن په فعالیدو سره به يې د بريښنا ستونزې تر يوه حده اوارې شي. يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( زما نوم محمد وسيم غياثي دی، د جلال اباد ښار يو تن اوسیدونکي یم. پينځه کاله کيږي چې زموږ په ننګرهار کې د بريښنا ستونزې درلودلې چې مخکې په نوبتي شکل و او بيا په پارچاوي شکل شوې. په ښار کې هم د دوکانونو ضرورت دی، هم د کارخانو ضرورت دی او هم زموږ د کورونو ضرورت دی، نو د نوي سب سټيشن فعالیدل به زموږ لپاره يو ښه زيری وی، دا به زموږ د بريښنا ستونزې تر ډيره حل کړي.))


اينجينر مومند وايي چې د دويم سب سټيشن په نصبیدو سره به د جلال اباد ښار د بريښنا ستونزه اتیا په سلو کې اواره شي.



XS
SM
MD
LG